Language

کندهار کې یو بهرنی سیلاني په ترافیکي پېښه کې ټپي شوی

کندهار (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د کندهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په دامان ولسوالۍ کې یوه پولنډی سیلاني په یوه ترافیکي پېښه کې ټپي شوی دی.

د کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه نن سهار د ارغستان پله ته څېرمه هغه مهال شوې چې یاد سیلاني غوښتل له کندهار ښاره سپین‌بولدک ولسوالۍ ته ولاړ شي.

دی وایي، دغه سیلاني د پولنډ تبعه دی او پر موټرسایکل سپور و چې له یوه باروړونکي موټر سره یې ټکر کړی او برسېرن ټپي شوی دی.

جمشید وایي چې یاد کس د درملنې په موخه د میرویس روغتون ته لېږدول شوی دی.