Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او برېتانیوي چارواکو د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو پر هواري خبرې کړې دي

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسوولینو د برېتانیا د بشري مرستو له رییس سره په لیدنه کې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو په اړه خبرې کړې دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي او د برېتانیا د بشري مرستو رییس الیستر برنیت ترمنځ له ایران او پاکستان څخه د جبري راستنېدونکو د وضعیت په تړاو غونډه وشوه.

سرچینه زیاتوي، په دې ناسته کې له یادو هېوادو د جبري راستنېدونکو د ځان بسیاینې او د هغوی د ستونزو د حل په موخه بحثونه وشول.

مولوي احدي په یاده ناسته کې ویلي چې په هېواد کې د سولې له راتګ سره نړۍوال سازمانونه کولای شي د هېواد هرې سیمې ته سفر او د افغانانو ملاتړ وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د نړۍوالو بنسټونو په مرستو کې روڼتیا او توازن نه دی رعایت شوی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دواړو لورو د جبري راستنېدونکو د ستونزو د حل لپاره پر بېلابېلو لارو چارو بحث او د همکارۍ پر دوام یې ټینګار وکړ.

یاد وزارت لیکلي، دغه راز په غونډه کې د راستنېدونکو د بیامېشتېدنې، کاري فرصتونو، سرپناوو او بېړنیو مرستو په اړه هم خبرې وشوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.