Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کانګو په ختیځ کې د کاتولیکانو پر کلیسا برید؛ لږ تر لږه ۴۳ کسان وژل شوي

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د کانګو په ختیځ کې کاتولیکانو پر یوه کلیسا برید کې لږ تر لږه ۴۳ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او څه باندې ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد برید د یک‌شنبې په ورځ هغه مهال وشو چې یو شمېر کاتولیک مسیحیان د شپنۍ دعا مراسمو کې د ګډون لپاره د کوماندا ښار «کاریتاس» په نوم یوه خیریه بنسټ اړوند کلیسا کې سره راټول شوي وو.

راپور کې راغلي، بریدګرو پر یادو کسانو د وسلې او چاقو برید وکړ، له کلیسا سره نږدې دوکانونه او د اوسېدو کورونه سوځول شوي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي نادرکه دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، پّ یاد برید کې ۴۳ کسان وژل او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.