هرات (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): په پاشدان بند کې د لامبو وهلو پر مهال د مړینو له څو پېښو وروسته د هرات والي اړوندو ادارو ته امر کړی چې سر له ننه دې په دغه بند کې خلکو ته د خوندیتوب ټول لازم امکانات برابر شي.
د هرات والي مولوي نوراحمد اسلامجار نن د هریرود سیندیزې حوزې له رییس او د یو شمېر اړوندو ادارو له استازو سره په ناسته کې ټینګار کړی، په پاشدان بند کې پر لامبو وهلو د بندیز ترڅنګ باید په دغه بند کې مجهزې کښتۍ او کافي مسلکي ژغورونکي چې روغتیایي روزنې یې هم ترلاسه کړې وي، په دایمي توګه وګومارل شي.
نوموړي دغهراز وویل، د بند په بېلابېلو برخو کې دې د خبرداریو لوحې نصب شي، په ټولو سیمو کې دې د اوبو د لوړوالي کچه مشخصه او په دقیقه توګه پّ نښه شي څو خلک له احتمالي خطرونو خبر وي.
د هرات والي ټینګار وکړ چې په پاشدان بند کې دې له نن څخه د خلکو خوندیتوب لپاره ټول لازم امکانات برابر شي او اړوند قراردادونه باید پرته له ځنډه عملي شي.
دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې مخکې د هرات دوه اوسېدونکي چې یو یې د دغه ولایت د طب پوهنځي د لسم سمسټر محصل و، په پاشدان بند کې د لامبو وهلو پر مهال ډوب شو او ژوند یې له لاسه ورکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP