Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېر کال د کرنې سکټور کې ۲۳۵ پانګه‌والو د ۱،۴ میلیارد افغانیو په ارزښت پانګونه کړې ده

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسوولین وايي چې تېر کال د کرنې په سکټور کې د ملي او نړۍوالو بنسټونو له ‌خوا شاوخوا ۱۹۲ میلیون ډالر لګول شوي او ۲۳۵ پانګه‌والو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه هم برابره شوې ده.

د حکومتي ادارو د یوه کال لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خپلې د تېر ۱۴۴۶ هجري قمري کال لاسته‌راوړنې وړاندې کړې.

په دې تړاو جوړه شوې غونډه کې د کرنې وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ملا اغاجان اخند وویل چې تېر کال د کرنې برخه کې د پانګونې د جذب په موخه ۲۳۵ پانګه‌والو ته د څه باندې ۱،۴ میلیارد افغانیو پانګونې زمینه برابره شوې او همدارنګه د ۱۱۸ ملي او نړۍوالو بنسټونو له لوري د شاوخوا ۱۹۲ میلیونه ډالر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ پروژو کې لګول شوي دي.

د هغه په خبره، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د ازادې داوطلبۍ له لارې د څه باندې ۳۴۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۶۴ شرکتونو ته ۸۶ قراردادونه ورکړل شوي دي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال مولوي بازمحمد فیضان وویل چې دغه وزارت د ځمکې لاندې اوبو د تغذیې په موخه په لسو ولایتونو کې ۱۳۸ چک‌ډیمونه جوړ کړي دي.

فیضان وايي، طبیعي سرچینې او ځنګلونه د هېواد له ملي شتمنیو شمېرل کېږي چې د کرنې وزارت له‌ خوا یې ساتنه او بیارغونه په جدي توګه روانه ده او دغه وزارت هڅه کوي چې د هېواد ځنګلونه پراخ کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د وچکالۍ د عواملو کمولو او د هغې د منفي اغېزو د کچې ټیټولو او مخنیوي په موخه، دغه عوامل پېژندلي او له نورو ادارو سره یې شريک کړي څو لازم اقدامات ترسره شي.

دغه‌راز، په یاده غونډه کې د کرنې وزارت مرستیال مولوي صدراعظم عثماني وویل چې تېر کال له همکارو بنسټونو او خصوصي سکټور سره په همغږۍ په ټول هېواد کې سلګونه شنې خونې او د مېوو باغونه جوړ شوي.

عثماني زیاته کړه، د کرنیزو فعالیتونو د لا غوړېدا په موخه په ۳۴ ولایتونو کې بزګرانو ته د غنمو څه باندې ۴۳ زره مټریک ټنه تخم، کیمیاوي سره او د سبو، زغفران، پنبې، هنګ او نورو درملیزو بوټو سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.

نوموړی وایي، تېر کال د کرنې وزارت کروندګرو، مالدارانو او خصوصي سکټور ته د مرابحې او مضاربت خدمتونو له لارې د کرنې پراختیا له صندوقه ۱،۴ میلیارد افغانۍ ورکړې دي.

د کرنې وزارت د معلوماتو له مخې،  تېر کال څه باندې ۲۵۰ زره نیالګي تولید شوي او د هېواد په کچه د نیالګیو اېښودو کمپاینونو له لارې څه باندې ۱۰۰ میلیونه نیالګي او قلمې اېښودل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.