کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د اسلامي امارت مشرتابه د هرات ولایت له علماوو سره په لیدنه کې ویلي، د قوانینو،احکامو او فرامینو په تطبیق سره د فتنو دروازه بندیږي، د شریعت د نافذولو لپاره لاره اسانه کیږي او نه تطبیق یې د بېاتفاقۍ او تفرقې سبب کيږي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې مشرتابه نن له غرمې مخکي په کندهار کې د هرات ولایت د علماوو شورا او د یاد ولایت د شنډنډ ولسوالۍ د علماوږ شورا له مسؤلینو سره وکتل.
د اسلامي امارت مشرتابه ویلي، په تیرو شلو کلو کې د اسلام د ورک کولو لپاره ډير زر، زور او پیسې کارول شوي وې او اوس هم کوښښ روان دی، تر څو شته نظام ضعیفه کړي او د علماء کرامو په منځ کې تفرقه او اختلاف واچوي، او غواړي خلک پر علماء کرامو بې اعتماده او پر دیني طبقه یو داغ جوړ کړي.
ده ویلي: «څلور کاله کیږي چې په افغانستان کې اسلامي امارت حاکم دی او په ټولو برخو کې هیڅ قسم اختلاف، ډلبازي، جنګونه اوموانع نه شته، نو په کار ده چې علماء د همدې موقع څخه استفاده وکړي، د شریعت په حاکمولو کې پوره کوښښ وکړي، د اسلامي امارت د قوانینو، احکامو او فرامینو په تطبیق سره د فتنو دروازه بندیږي او د شریعت د نافذولو لپاره لاره خلاصه او اسانه کیږي، د فرمانونو اواحکامو نه تطبیق د بې اتفاقۍ او تفرقې سبب کيږي، همداسې د خلکو د مشکلاتو په حلولو کې پوره کوښښ وکړئ، اختلافات او بدۍ دخلکو ترمنځ ورکې کړئ.»
مجاهد لیکلي، په پای کې ټولو علماء کرامو یوځل بیا له مشرتابه سره ژمنه وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP