Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ملي او نړۍوالو مؤسسو له استازو سره د «افغانستان کانسا» د بیا فعالیدو په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه

کابل (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، د ملي او نړۍوالو مؤسسو له استازو سره د «افغانستان کانسا» د بیا فعالیدو په تړاو د همغږۍ غونډه کړې او دغه راز یې د یوناما او کانسا له مسوولینو غوښتي چې په کاپ ۳۰ غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وکړي.

کانسا د چاپېریالي مسایلو خصوصاً له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې په نړۍواله کچه له شپږو پلټ‌فارمونه یوفارمټ دی چې سویلي اسیا په برخه کې فعالیت کوي.

د (CANSA) په نوم دغه پلټ‌فارم کې اته هيوادونه افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله دیش، سریلانکا، بوتان، نیپال او مالدیف غړیتوب لري، افغانستان په ۲۰۱۷کال کې د کانسا غړیتوب ترلاسه کړ چې د سیاسي بدلون وروسته یې فعالیت درول شوی و او اوس یې بیا د (افغانستان کانسا) تر عنوان لاندې د انجنیر عزت الله صدیقي په مشرۍ فعالیت پیل کړ.

د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې مشر، مولوي مطیع الحق خالص نن د ملي او نړۍوالو استازو سره د همغږۍ په غونډه کې ویلي: «د اقلیمي بدلون اړوند موضوعاتو په تړاو څنګه کولی شو چې په ګډه قدمونه واخلو، دغسې غونډې لکه کانسا په سیمه‌ییزه او نړۍواله کچه ګټورې واقع کیدای شي او زه هیله مند یم چې زموږ ننۍ غونډه کلیدي رول ولوبوي

هغه ویلي، د اقلیمي بدلون څخه نظامونه نه، بلکې عامه خلک او ملتونه متضرره کیږي او دا یوه بشري موضوع ده چې له بده مرغه دنیاوالو له سیاست سره تړلې ده.

ده زیاته کړې: «په دې کې شک نشته چې د اقلیمي بدلون په برخه کې ډیر کارونه شوي او قابل د قدر دي، په دې برخه کې موږ باید نور مشترک او منسجم اقدامات ترسره کړو، د اوسني عصر د غوښتنو مطابق خپل ظرفیت لوړ کړو، ځکه دا زموږ مشترک ضرورت دی

خالص ویلي، هر فعالیت چې د افغانستان د چاپېریالي وضعیت د ښه والي لپاره وي، اسلامي امارت بشپړ ملاتړ کوي او د یوناما او کانسا له مسوولینو یې غوښتي  چې په (COP-30) کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وکړي.

ورپسې په هندوستان کې د کانسا مسوول په انلاین بڼه د کانسا د فعالیتونو په هکله خبرې کړي او ویلي یې دي، کولی شي چې د کانسا پلټ‌فارم له لارې د اقلیمي بدلون اړوندو موضوعاتو په تړاو خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه تر نړۍوالو ورسوي.

د  (افغانستان کانسا) مسوول انجنیر عزت الله صدیقي هم ویلي چې کانسا د اقلیمي بدلون اړوند مسایلو په تړاو یوه نړۍواله شبکه ده چې د چاپېریال ساتنې په برخه کې د عدل او انصاف غوښتل او د اقلیمي بدلون اړوند فعالیتونه ترسره کوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) په استازیتوب آغلې چریټي واټسن خبرې کړي او په نړۍواله کچه یې د چاپېریاليمسایلو په تړاو د افغانستان د غږ پورته کولو لپاره د دغسې پلاټ‌فارمونو جوړیدل ډیر مؤثره بللي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.