Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اکوادور کې وسله‌وال برید؛ ۱۷ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، اکوادور کې د وسله‌وال برید له امله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه  ۱۷ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاد برید پرون ماښام شوی، وسله‌والو کسانو چې په دوو باروړونکو موټرو کې سپاره وو، د ګوایاس ساحلي ولایت په «ال امپالمه» ښار کې په یوه بار کې پر خلکو ډزې کړې دي.

بار په عام ډول داسې ځای دی چې خلک ورته د شرابو څښلو او موسیقي اورېدو لپاره ورځي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې ۱۷ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱ نور ټپیان دي.

راپور کې راغلي چې د پېښې له ځایه څه باندې ۴۰ بالستیکي مرمۍ راټولې شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.