Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د تېر کال مهمې کړنې

کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، تېر کال یې نږدې دوه‌نیم میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشلي، پنځه بېلابېلې سروې‌ګانې یې ترسره کړې او شمېرې یې ښيي چې په دغه کال کې افغانستان د ۱.۷ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱.۷ میلیارد ډالرو په ارزښت واردات لرل.

د حکومتي ادارو د یوه کال لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام په لړ کې نن د احصایې او معلوماتو ملي ادارې خپلې د تېر     کال لاسته‌راوړنې بیان کړې.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سرپرست عبدالقاهر حاجي ادريس نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل، تېر کال څه باندې ۲.۴ میلیونه برېښنايي پېژندپاڼې وېشل شوې چې له دې ډلې شاوخوا ٦٠٠ زره يې مېرمنو ته وېشل شوې دي.

هغه زیاته کړه: «په ټول هېواد کې څه باندې ۱۶ میلیون برېښنايي تذکرې وېشل شوې چې لس میلیونه د اسلامي امارت تر راتګ وروسته وېشل شوې دي.»

د نوموړي په خبره، تېر کال شاوخوا ۱۰۰ زره کسانو ته د پېژندپاڼو له وېش وروسته د پېژندپاڼو اړوند خدمات ترسره شوي چې  تجديد، د مثنى وركړه، د عمر او نوم اصلاح په‌کې شامل دي.

د هغه په وینا، یادې ادارې تېر کال په کابل، هلمند، کندوز، پروان، نورستان، دایکنډي، فاریاب، فراه، خوست او يو شمېر نورو ولایتونو کې د ۳۷ میلیون افغانیو په ټولیز ارزښت ۴۲ ودانیزې پروژې بشپړې کړې دي.

د یادې ادارې د نفوسو د احوالو ثبت مرستیال مولوي محمدنبي نصرت په نننۍ ناسته کې وویل چې تېر کال د کابل په سرای شمالی کمپلېکس کې نږدې ۵۵۰ زره او په ولایتونو کې دوه میلیونه او ۴٦ زره کسانو ته د پېژندپاڼې برخه کې خدمات وړاند شوي چې د نوو او مثنى كاغذي تذکرو وېش، د نومونو اصلاح، د زېږون کارتونو او نور په کې شامل دي.

دی وایي، په یادو نوو زېږېدلو ماشومانو کې ۲۴۲ زره هلکان او پاتې ۲۰۰ زره يې نجونې دي.

هغه زیاته کړه چې تېر کال د برېښنايي پېژندپاڼو په وېش کې د اسانتیا رامنځته کولو په موخه په کابل، بلخ، هرات، هلمند او ننګرهار کې پنځه د «اسان خدمت» مرکزونه جوړ شوي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال افغانستان ته راغلي ۳۵ زره بهرنیان له یادې ادارې سره ثبت شوي

د یادې ادارې د احصایې معاونیت چارسمبالي عصمت‌الله حکیمي وویل، په تېر ۱۴۰۳ کال کې د ۱.۷ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت صادرات او د ۱۱.۷ میلیارد امریکايي ډالرو په ارزښت واردات ترسره شوي دي.

د ده په وینا، په صادراتو کې تر ټولو ډېر وچ انځر، پنبه، ممیز، اېنجه او د ډبرو سکاره وو چې تر ټولو ډېر یې پاکستان، هند، متحده عربي اماراتو، ازبکستان او ایران ته صادر شوي او تر ټولو ډېر واردات بیا له ایران، پاکستان، چین، متحده عربي اماراتو او ازبکستان څخه شوي دي.

دی زیاتوي: «د تورم کچه په دغه کال کې څلور عشاریه دوه سلنه ټیټوالی لري.»

د هغه د معلوماتو له مخې، تېر کال څه باندې ۱.۴ میلیونه افغان کډوال په جبري او یا اختیاري ډول هېواد ته راستانه شوي چې تر ټولو ډېر یې له ایران او پاکستانه راستانه شوي دي.

حکیمي وايي: «تېر کال زموږ ادارې پنځه مهمې سروې‌ګانې په بریالیتوب سره ترسره کړې چې د لوګر ولايت د کليو نوملړ جوړونې سروې، د کجکي بند د استملاک شوې ساحې سروې، د کرنيزو ساحو د تثبیت سروې، د پنبې د تولید سروې او د روغتیا ملي سروې په کې شاملې دي.»

د یادې ادارې د جغرافيايي معلوماتو د ثبت عمومي ریاست سرپرست عبدالمتین سالک وویل چې د ۱۴۰۳ کال تر کښت لاندې سیمو سروې ښیي چې تېر کال په هېواد کې درې میلیون جریب ځمکه کرل شوې چې ۲.۱ میلیون هکتار یې اوبیزه او څه باندې ۹۰۰ زره یې للمي ځمکه ده.

د ده د معلوماتو له مخې، تېر کال پر ۲.۱۲ هکتاره ځمکه غنم، پر ۱۹۲ زره هکتاره ځمکه وريجې او پر ۱۰۵ زره هکتاره ځمکه پنبه کرل شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.