کابل (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس وايي، د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا له بهرنیو سرچینو برابرېږي او اوسمهال د هېواد ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري او تر راتلونکو دوو کلونو به په دغه شمېر کې د پام وړ لوړوالی راشي.
د برېښنا شرکت اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر دغه څرګندونې نن (سهشنبه) د حکومت د معلوماتو او رسنیو په مرکز کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې بیان کړې.
نوموړي په یاده ناسته کې وویل، برېښنا شرکت اسلامي امارت ته په یوه بد وضعیت کې پاتې شوی و، له نېکه مرغه د تېر یوه کال په موده کې توانېدلی چې پر خپلو پښو ودرېږي او اوس د ګټې په حالت کې دی او دا ګټه میلیاردونو افغانیو ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړه: «که د نفوس له مخې ووایو، د افغانستان ۴۰ سلنه نفوس برېښنا ته لاسرسی لري او همداراز، مخکې مو ویلي وو چې سږ کال به د برېښنا شرکت له بودجې ۵۰ ولسوالۍ او د پانګونې له لارې ۸۰ ولسوالۍ د برېښنا تر پوښښ لاندې راشي او انشاءالله دغه ولسوالۍ به د کال تر پایه برېښنا ولري.»
نوموړي د برېښنا د کموالي ستونزه ومنله ویې ویل، د هېواد ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده او کابل او ځیني ختیځ او سوېلي ولایتونه د تاجکستان له برقه ګټه پورته کوي.
نوموړي هېواد کې د برېښنا د کموالي ستونزه تایید کړه ویې ویل، اوسمهال د افغانستان ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده او د کابل ځینې برخې او ځیني سوېلي او ختیځ ولایتونه د تاجکستان له وارداتي برېښنا ګټه اخلي، په داسې حال کې چې د تاجکستان چارواکو او اړوندو ادارو هم خپل هېواد کې د برېښنا د کمښت خبر ورکړی دی.
نوموړي وویل: باید هڅه وکړو څو د برېښنا سکټور برخه کې پر ځان بسیا شو.»
عمر ټینګار وکړ چې د برېښنا شرکت د برېښنا د تولید ځینې پروژې پیل کړې او ځینې نورې د قرارداد په مرحله کې دي چې پلې کېدا یې وخت او کار ته اړتیا لري.
د برېښنا شرکت اجرائیوي ريیس هیله څرګنده کړه چې په راتلونکو یوه یا دوو کلونو کې به د برېښنا اوسنی وضعیت ۸۰ سلنه بدل شي او د دغه شرکت شبکه به بشپړه برېښنا تولید کړای شي.
عمر څرګنده کړه چې ځینې سیمې لا هم له برېښنا بېبرخې دي او د دغه شرکت شبکه ورځ تر بلې پراخېږي؛ له همدې امله د برېښنا د کمښت یو لوی لامل دا دی چې وارداتي برېښنا ثابته نه ده؛ بلکې کمه ده او داخلي تولید هم کم دی.
ورته مهال، عبدالباري عمر وویل چې د برېښنا شرکت په تېرو لسو میاشتو کې د ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا د تولید لپاره د اتو پروژو کار پیل کړی او د نورو اتو پروژو کار به هم ډېر ژر پیل شي.
نوموړي څرګنده کړه چې د دغو پروژو تړونونه د نږدې ۷۰ میلیارد افغانیو په ارزښت له کورنیو او بهرنيو شرکتونو سره لاسلیک شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP