زرنج (پژواک، ۷ زمری ۱۴۰۴): د نیمروز د مرکز زرنج ښار ښاروالۍ د څه باندې ۳۸ میلیون افغانیو په لګښت د نږدې دوه کیلومتر سړک پخولو چارو له پیلېدو خبر ورکړی دی.
د زرنج ښار ښاروال مولوي صلاحالدین ممتاز په همدې تړاو نیول شوو مراسمو کې وویل، یاد سړک چې ۱۶۳۰ متر اوږدوالی او ۹ متره سور لري، د پخولو چارې یې د زرنج ښاروالۍ له پراختیايي بودجې د ۳۸ میلیون او ۸۶۹ زره او ۳۰۰ افغانیو په لګښت په راتلونکو پنځو میاشتو کې بشپړېږي.
نوموړی وايي چې په یاده پروژه کې د سړک ترمنځ د ګلدان، فلزي کټارو جوړول او د رڼا لپاره د څراغونو ۶۲ پایو لګول هم شامل دي.
ممتاز وايي: «پلان لرو ټول هغه سړکونه چې تر اوسه خامه دي، په اساسي ډول یې جوړ کړو.»
ورته مهال، د زرنج ښار اوسېدونکي د یاد سړک د پخولو چارو له پیلېدو خوښې څرګندوي او هیلهمند دي څو په ټاکل شوې موده کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP