جلالاباد (پژواک، ۶ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار سیمهییز مسوولین وایي چي د دغه ولایت د مرکز جلالاباد ښار اتمه ناحیه کې د نږدې ۱۸ میلیون افغانیو په لګښت د ۱.۶ کیلومتره سړک پخولو چارې پیل شوې.
د جلالاباد ښاروالۍ د سکټوري چارو رییس انجینر وحیدالله مخلص وايي، د اتمې ناحیې په ۲۶تم ګذر کې ۸۷۰ مترو په اوږدوالي او له ۴ څخه تر ۶ مترو پلنوالي د سړک او ویالې د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د نوموړي په وینا، د دې پروژې ټول لګښت ۱۱ میلیونه افغانۍ کېږي چې ورسره ۳۲۰ متره سنګکاري هم شامله ده.
دی وایي، ورته مهال ۴۳تم ګذر کې هم د ۶.۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ۷۳۲ مترو په اوږدوالي او د ۵.۵ مترو په سور سړک کانکرېټ کېږي چې ورسره ۱۴ سوه ۶۰ مترو په اندازه د ویالو کانکرېټ هم شامل دی.
د نوموړي په خبره، په دې دواړو پروژو کې ۸ سوه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې چې په راتلونکو درېیو نیمو میاشتو کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP