Language

اروزګان کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د اوبو یوه شبکه جوړه شوه

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۴): د اروزګان ولایت دهراوود ولسوالۍ کې د لس میلیون افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو یوه شبکه جوړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د یاد ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر، ننګیالي حبیبي نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاده شبکه د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تر چتر لاندې، د (ECHO) موسسې په مالي ملاتړ جوړه شوې ده.

حبیبي زیاته کړه، چې په لمریزې برېښنا سمبال د دې شبکې په جوړېدو سره، به د یادې ولسوالۍ د دورشانک سیمې ۶۹۹ کورنۍ پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

ده وویل چې په یاده شبکه شاوخوا لس میلیون افغانۍ لګښت راغلی دی.

د امان الله په نوم د دورشانک سیمې یوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وویل، چې د څښاک لپاره یې پاکې اوبه نه لرلې.

نوموړي زیاته کړه، چې د همدې له امله د سیمې اوسېدونکي د ویالې له اوبو استفاده کوله، چې زیاتره وخت به له بېلابېلو ناروغیو سره مخ کېدل.

ده دغه راز د ورته یو شمېر نورو پروژو د پلې کېدو غوښتنه هم وکړه.