کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، دا مهال شاوخوا شپږ میلیونه افغانان په ګاونډیو او نورو هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۱،۸ میلیونه افغان کډوال یوازې له ایرانه راایستل شوي دي.
دغه څرګندونې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال شیخ عبدالرحمن راشد نن د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د دغه وزارت د یو کال لاستهراوړنو د تشریح پروګرام کې وکړې.
راشد وویل: «تاسو په جریان کې یاست، په تېرو درېیو میاشتو شاوخوا ۱،۸ میلیونه افغان کډوال له ایرانه په جبري توګه راايستل شوي او په همدې ترتیب ۱۸۴ زره او ۴۵۹ کډوال له پاکستانه راايستل شوي او ۵۱۳۴ کسان له ترکیې څخه په جبري توګه رالېږل شوي دي.»
هغه زیاته کړه، اوسمهال په بېلابېلو هېوادونو کې شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال ژوند کوي او دغه راز په ټول هېواد کې ۲،۵ میلیونه داخلي بېځایه شوي دي.
د راشد په خبره، د کابل په بېلابېلو سیمو کې د داخلي بېځایه شوو ۴۸ غیررسمي کمپونو شتون درلود، خو تېر کال له دغو بېځایه شوو کورنیو سره په همغږۍ ۲۵ کمپونه چې ۵۳۴۷ کورنیو ژوند پهکې کاوه، تخلیه شوي او یادې کورنۍ خپلو اصلي مېنو ته لېږدول شوې دي.
دغه راز، په یاده غونډه کې د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي وویل چې تېر کال په ټوله کې د ایران او پاکستان له زندانونو شاوخوا ۹۹۵۱ افغانان خوشي شوي او افغانستان ته راانتقال شوي دي.
نوموړي دغه راز وویل، تېر کال ۲۰ زره راستنو شوو ته د هغوی د پاتې زدهکړو بشپړولو په موخه د زدهکړو زمینه برابره شوې ده.
هغه وویل چې د تېر کال په جریان کې د سلو مسلکي کادرونو، متخصصینو، سوداګرو او صنعتکارانو لپاره د بېرته راستنېدو لپاره همغږۍ شوې او په بېلابېلو هېوادونو ۴۰۰ مسلکي کدرونه، سوداګر او صنعتکاران تثبیت او پېژندل شوي دي.
احدي وایي، تېر کال د وچکالۍ، سېلابونو، زلزلو، توپانونو او طبیعي او غیرطبیعي پېښو له امله ۱۳ زره او ۵۸۷ کورنۍ د هېواد په داخل کې بېځایه شوې دي.
بلخوا، د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس وویل، د اسلامي امارات د مشرتابه د حکم پر اساس په ۲۹ ولایتونو کې ۳۸ ښارګوټي د ۱۰۰ زره او ۵۸۸ جریب ځمکې په مساحت ایجاد شوي چې د ۲۹ ښارګوټو سروېګانې بشپړې شوې او د ۹ ښارګوټو سروې جریان لري.
نوموړی وایي، د راستنو شوو کډوالو او داخلي بېځایه شوو د وضعیت ښهوالي په موخه د همکارو بنسټونو په همکارۍ د یو میلیارد او څه باندې ۱۶۹ میلیونه افغانیو او د څلور میلیونه ۴۶۰ ډالرو په لګښت ۴۹ پراختیایي او زیربنایي پروژې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې پلې شوې دي.
هغه وویل چې د تېر کال په جریان کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د استوګنې (POR) کارتونه چې نږدې ۱،۴ میلیونه وو، د ۲۰۲۵ کال تر جون میاشتې پورې تمدید شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ایران او پاکستان له لوري د افغان کډوالو جبري ایستل زیات شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP