کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۴): د کابل په استالف ولسوالۍ کې د اته میلیون امریکایي ډالرو په پانګونه د ممیزو د پروسس یوه کارخونه پرانیستل شوه چې په کلني ډول د لس زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري.
د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سمون د ممیزو د پروسس فابریکه پر ۱۲۸ جریب ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري. د دې فابریکې له لوري پروسس او بستهبندي کېدونکي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېتانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادرېږي.

هغه زیاته کړې، دغه راز به سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شي چې دا د هېواد له اقتصادي ودې سره د پام وړ مرسته کولای شي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ویلي، اسلامي امارت د نورو برخو ترڅنګ د کرنې سکټور ته هم ځانګړې پاملرنه کړې او د کرنیز اقتصاد د ودې په هدف د اوبو مدیریت بېلابېلې پروژې پیل شوې دي.
د هغه په خبره، اسلامي امارت د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو لپاره اسانتیاوې رامنځته کړې دي، دغو محصولاتو ته یې د بازارموندنې په موخه نندارتونونه جوړ کړي او پر هغو وارداتو یې تعرفې لوړې کړې چې په کور دننه تولیدېږي.
هغه ویلي، دغه راز اسلامي امارت د کرنې سکټور د پياوړتیا لپاره د کورنیو کرنیزو محصولاتو کارولو ته لومړیتوب ورکړی، د اوبولګولو سیسټمونو د ښهوالي، سړو خونو جوړولو او د پروسس او بستهبندۍ کارخونو جوړولو برخو کې هم پرمختګ شوی دی.
نوموړي بهر ته د کرنیزو محصولاتو د صادراتو پر کیفیت او بستهبندۍ ټینګار کړی او دا یې د افغانستان د اعتبار او سوداګریزو اړیکو لپاره مهم بللي دي.
ملا برادر ویلي: «اسلامي امارت د سوداګرۍ کچې لوړېدو لپاره پر سیمهییز اتصال ډېر تمرکز کړی او له نېکه مرغه اوسمهال د افغانستان د اوسپنې پټلۍ شبکې پراختیا موندلې چې پر مټ یې له ډېرو هېوادونو سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې ټینګې او پراخې شوې دي.»
ده زیاته کړې، اسلامي امارت هڅه کوي څو د لاجوردو دهلېز په بشپړ ډول فعال شي او په دې اړه یې د ایکو سازمان په وروستۍ غونډه کې هم د دغه دهلېز له ښکېلو هېوادونو سره خبرې کړې، څو افغانستان د اروپا بازارونو ته لاسرسی پيدا کړي.
د اقتصادي مرستیال په وینا، اسلامي امارت پانګهوالو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړې او ټول پانګهوال کولای شي د کرنې او صنعت ترڅنګ د کانونو، انرژۍ، مخابراتو، ترانسپورټ او خدماتو برخو کې پانګونې وکړي.
ملا برادر، افغان سمون د ممیزو د پروسس فابریکې مسوولینو د پانګونې او د فعالیت د پيل هرکلی کړی او هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی او د دې فابریکې له مسوولینو یې غوښتي چې د کمیت پر ځای کیفیت او معیاري پروسس او بستهبندۍ ته لومړیتوب ورکړي.
د یادونې ده، افغان سمون د ممیزو د پروسس فابریکه پر ۱۲۸ جریب ځمکه جوړه شوې، ۸ میلیون ډالر پانګونه پرې شوې او په کلني ډول د ۱۰ زره ټنه ممیزو د پروسس وړتیا لري. د دې فابریکې له لوري پروسس او بستهبندي کېدونکي ممیز به روسیې، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، هند، کاناډا، امریکا، برېتانیا او د ختیځې اسیا هېوادونو ته صادرېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP