Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغاني سرې میاشتې ټولنې تېر کال له سلګونه زرو کسانو سره مرسته کړې ده

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۴): د افغاني سرې مياشتي ټولنه وايي، تېر کال یې له ۵۱۱ زره اړو کسانو سره مرستې کړې، ۳.۸ میليونه کسانو ته یې روغتيايي خدمات وړاندې کړي او څه باندې دوه زره د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې مرستیال حافظ عزیزالرحمان نن په کابل کې د حکومتي ادارو د یوه کال لاسته‌راوړنو د تشریح پروګرام پر مهال وویل چې یادې ټولنې تېر کال د طبيعي او غيرطبيعي پېښو له څه باندې ۵۱۱ زره زیانمنو کسانو سره ۱۳۳۴ ټنه خوراکي، ټولټال ۹۱۴۰۰ خېمې، کمپلې، جامې، ترپالونه، د پخلنځي سېټونه، صابون، روغتيايي کېټونه، د اوبو بوشکې او نږدې ۳۷۰ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.

ده وویل چې یادې ټولنې تېر کال کې د ۱۰۲ میلیونه افغانیو په لګښت د هرات ګلران ولسوالۍ ۲۸۸ زلزله‌ځپلو ته کورونه جوړ کړي او ۸۰ وركو شوو هېوادوالو د موندني په موخه یې ایران، تركيې، كرواسيا، بلغاريا، سربستان او نورو هېوادونو ته غوښتنپاڼې لېږلې دي.

ده دا هم وویل چې دې ټولنې سږ کال له څه باندې ۳۳۵ زره راستانه شوو افغان کډوالو سره مرستې کړې دي.

حافظ عزیزالرحمان زیاده کړه چې د تورخم په عمري، د نیمروز په میلک، د کندهار په انځرګي او د هرات په اسلام‌کلا پنډغالو کې یې له یادو ۳۳۵ زره راستانه شوو افغان کډوالو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو او دوه‌نيم میليونه افغانۍ مرستې کړې دي.

د افغاني سرې مياشتې ټولنې په عملیاتي چارو کې د جنرال سکرټر مرستیال مولوي روح‌الله عبدالسلام وویل چې دغې ټولنې په ټول هېواد کې د روغتيايي مرکزونو له لارې څه باندې ۳.۸ میليونه کسانو ته روغتيايي خدمات وړاندې کړي، ۲۰۰۲ د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي او څه باندې دوه میلیونه دوزه د پولیو واكسين یې تطبیق کړي دي.

د ده په وینا، یادې ټولنې د رواني ناروغيو درملنې په مرکزونو کې د ۲۳۸۳ رواني ناروغانو درملنه کړې، ۸۹ سوځېدلي او د هډوكو پر ناروغۍ اخته ماشومان یې د درملنې لپاره المان ته استولي چې ۲۰ تنه یې روغ شوي او د پاتې کسانو درملنه په یاد هېواد کې روانه ده.

دی وایي چې یادې ټولنې د ورته ۷۱ ماشومانو درملنه د هېواد د بېلابېلو روغتونونو له لارې هم کړې ده.

د هغه په وینا، د افغانۍ سرې مياشتې ټولنه څه باندې ۴۱۴۰۰ فعال رضاکاران لري او تېر کال یې د هغوی پر مټ څه باندې یو میليون افغانۍ عواید راټول کړي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.