فیروزکوه (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د غور امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په پسایند ولسوالۍ کې د ځانګړو عملیاتو پر مهال د ۱۰ زره کیلوګرامه اومان راټولولو په تور ۲۵ کسان نیول شوي دي.
د غور د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي عبدالرحمن بدري په دې اړه وویل: «زموږ امنیتي ځواکونه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې بریالي شول چې په پسابند ولسوالۍ کې د نشهیي توکو قاچاقبرانو یوه ۲۵ کسیزه ډله ونیسي. یادو کسانو غوښتل چې له غرونو د اومان بوټي راټول او د ښیښې (اېف) په نوم نشهیي توکي تولیدوونکو باندې یې وپلوري.»
هغه زیاته کړه، د عملیاتو په ترڅ کې له یادو کسانو څه باندې ۱۰ زره کیلوګرامه د اومان بوټي ترلاسه شوي دي.
د هغه په وینا، نیول شوي کسان تر اوسه تر څېړنو لاندې دي او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP