Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو اتلولي وګټله

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د امو نهنګان لوبډلې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پای‌لوبه کې مس عینک اتلانو لوبډلې ته ماته ورکړه او د دغو سیالیو اتلولي یې وګټله.

په نننې لوبه کې د امو لوبډلې د لوبې پچه وګټله او د مس عینک لوبډلې پر وړاندې یې لومړی توپ‌اچونه غوره کړه.

په دې لوبه کې د مس عینک اتلانو لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه او په ۱۷م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۱ منډې وکړې.

په یاده سیالۍ عظمت‌الله عمرزي د مس عینک لوبډلې څلور لوبغاړي وسوځول.

د امو نهنګانو لوبډلې ورکړل شوی هدف په ۱۳م اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو  پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې مس عینک لوبډلې ته ماته ورکړه او په دې سره یې د شپږیزه کرکټ لیګ سیالیو اتلولي د دویم ځل لپاره پرله‌پسې وګټله.

د امو لوبډلې له لوري په توپوهنه کې تر ټول ډېرې حسن عېسی‌خېل ۵۰ منډې جوړې کړې.

د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د سپین‌غر، امو، بند امیر، بست او مس عینک لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې د امو او مس عینک لوبډلو پای‌لوبې ته لار ومونده.

د یادونې ده، تېر کال هم د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.