Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پنجشېر سیند کې د ډوب شوي یوه ماشوم مړی پیدا شو

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د پنجشېر امنیه قومانداني وايي، پرون د دغه ولایت د سیند اوبو کې یو ماشوم ډوب شوی و او مړی یې نن سهار وموندل شو.

د پنجشېر د امنیې قوماندانۍ ویاند حقمل سعد پژواک خبري اژانس ته وویل، یاد ماشوم پرون د دغه ولایت د مرکز بازارک اړوند د ملسپه کلي کې د سیند اوبو کې ډوب شوی و.

د یادونې ده، د اوړي په موسم کې په دغه سیند کې وخت ناوخت دغه ډول پېښې رامنځته کېږي.

د پنجشېر د ابشارو ولسوالۍ په ګلاب‌خېل سیمه کې د روانې زمري میاشتې په څلورمه د یوه شپږ کلن ماشوم جسد چې سیند ته لوېدلی و، د زمري په پنځه موندل شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه ولایت مسوولینو له خلکو غوښتي چې له خپلو ماشومانو په سمه توګه ساتنه وکړي او په ژورو کې له لامبو وهلو ډډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.