هرات (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ګرځندوی معین هرات ته د سفر پر مهال ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د سیاحتي شرکتونو جوازونه له نوې طرحې او معیارونو سره له کاغذي برېښنايي بڼې ته واوړي.
د ياد وزارت د ګرځندوی معین مولوي قدرتالله جمال په هرات کې د یو شمېر ګرځندوی، زیارتي، درملیزو او انلاین خدمتونو شرکتونو له مسوولینو سره د لیدنې پر مهال وویل چې دغه وزارت د هېواد د ګرځندوی صنعت د ودې ملاتړ ته ژمن دی.
نوموړي د سیاحتي شرکتونو لپاره د نورو اسانتیاوو د رامنځته کولو خبره وکړه او زیاته یې کړه چې ډېر ژر به د ګرځندوی جوازونه په نوې طرحه او معیاري ډیجیټل بڼه ووېشل شي او دغهراز، فعال شرکتونه کولای شي چې په یو جواز د هېواد په کچه څو نمایندهګۍ پرانیزي.
نوموړي دغهراز د هېواد په پولو او هوايي ډګرونو کې د ځانګړي ډېټابېس جوړولو خبره وکړه او ویې ویل چې دغه پروګرام به د ګرځندویانو د سفر د اسانتیا او د هغوی د امنیت خونديتوب لپاره جوړ شي.
بلخوا، د یو شمېر ګرځندوی شرکتونو مسوولینو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له نوې تګلارې هرکلی وکړ خو ځینې موجودې ننګونې یې هم مطرح کړې. هغوی وویل چې د جوازونو ډیجیټلي کول د شفافیت، معیاري کولو او د قانوني شرکتونو د فعالیت پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی.
د هغوی په وینا، په ځینو ولایتونو کې داسې شرکتونه شته چې پرته له مشخصو معیارونو فعالیت کوي او د ګرځندوی خدمتونو بازار یې اغېزمن کړی، له همدې امله د دغه بهیر ډیجیټلي کول او دقیق تنظیم یې ډېر اړین دی.
دا په داسې حال کې ده چې هرات د ګڼ شمېر تاریخي ابدو او ګرځندوی ځایونو په لرلو سره د هېواد د ګرځندوی صنعت د پراختیا لوړ ظرفیت لري.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP