Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نږدې ۳۰۰ افغان کډوال د پاکستان او عراق له زندانونو ازاد شول

کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان او عراق په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې د دغه مطلب د بیان ترڅنګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې یاد کسان په روانه اونۍ کې د پاکستان او عراق هېوادونو له زندانونو خوشي او افغانستان ته راستانه شوي دي.

سرچینې د نیمروز ولایت د ورېښمو پل بندر، د کندهار د سپین‌بولدک او د ننګرهار د تورخم د کډوالو لېږدولو امریتونو له قوله ویلي، ۱۱۱ تنه چې له شپږو ورځو تر درېیو میاشتو د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو، د سپین‌بولدک له لارې، ۱۶۴ تنه چې د بند موده یې ۲ تر ۹ ورځو وه، د تورخم له لارې او ۱۲ تنه چې له ۲ تر ۶ میاشتو په عراق کې بندیان وو، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ازاد شوي افغانان د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.