کابل (پژواک، ۹ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه نن د مس عینک او امو نهګانو لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د افغانستان کرکټ بورډ نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې د مس عینک اتلانو او د امو نهګانو لوبډلو ترمنځ پایلوبه نن سهار لس بجې په کابل کرکټ لوبغالي کې ترسره کېږي.
د شپږیزه کرکټ لیګ لسم پړاو سیالۍ د تېرې چنګاښ میاشتې په ۲۸مه د سپینغر، امو، بند امیر، بست او مس عینک لوبډلو ترمنځ پیل شوې چې د امو او مس عینک لوبډلو پایلوبې ته لار موندلې ده.
د یادونې ده، تېر کال د شپږیزه کرکټ لیګ نهم پړاو سیالیو اتلولي امو لوبډلې ګټلې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP