کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د یوه چیني شرکت له رییس سره په لیدنه کې د کاپیسا د باغدرې بند د مطالعاتي پروژې د پرمختګ، چټکتیا او د همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
دغه بند چې د کاپیسا ولایت په مرکز کې موقعیت لري، د امکان سنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعاتو هوکړهلیک یې د تېر کال د لېندۍ میاشتې په ۱۱مه د اوبو او انرژۍ وزارت او د عینک مسو قراردادي شرکت (اېمسيسي، اېمجياېم) ترمنځ لاسلیک شوی و. د دغه تړون له مخې، یاد چیني شرکت مکلف دی چې پّ اتو میاشتو کې د دغه بند د امکانسنجۍ، جیوفزیک او جیوتخنیک مطالعات ترسره کړي.
د اوبو او انرژي وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د چیني شرکت اېمسيسي، اېمجياېم له رییس وانګ جیچین سره د باغدرې بند د مطالعاتي پروژې د پرمختګ او د همکاریو پراخولو په اړه خبرې وکړې.
د یاد چیني شرکت رییس ویلي چې د باغدري بند جیوتخنیکي او جیوفزیکي مطالعات په ښه توګه روان دي او هوډ لري له مطالعاتو سره هممهاله د بند د ساختماني کارونو پلي کولو قرارداد هم له وزارت سره لاسلیک کړي.
یاد وزارت لیکلي چې دغه راز د یاد شرکت رییس د شاتوت للندر بند جوړولو برخه کې هم د پانګونې لېوالتیا څرګنده کړه.
خبرپانه کې راغلي، ورته مهال د اوبو او انرژي وزارت سرپرست یاد شرکت ته د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړ او د باغدرې برېښنا بند د اهمیت په یادولو سره یې د تخنیکي مطالعاتو پر چټکتیا ټینګار وکړ.
یاد وزارت لیکلي، منصور د یاد شرکت له خوا د شاتوت للندر پر بند د پانګونې لېوالتیا وستایله او وړاندیز یې وکړ چې د پانګونې د چارو د همغږۍ لپاره دې د دواړو لورو ترمنځ د همکارۍ تفاهمنامه لاسلیک شي او د تفاهمنامې له مخې دې عملي ګامونه واخیستل شي.
د راپورونو له مخې، د دغه بند د برېښنا د تولید ظرفیت ۲۲۶ تر ۲۴۰ میګاواټه دی او پنځه ولایتونه به یې له برېښنا برخمن شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP