Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څلورو کرنیزو توکو صادرات تر ترجیحي تعرفو لاندې نن پيلېږي

کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څلور ډوله کرنیزو محصولاتو صادرات د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر اساس تر ترجیحي تعرفو لاندې نن پیلېږي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت تېره اونۍ ویلي وو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ ترجیحي هوکړه‌لیک لاسلیک شو او له مخې به یې له افغانستانه پاکستان ته د انګورړ، انار، مڼو او رومي بانجانو د صادراتو او له پاکستانه افغانستان ته د ام، کېنو، کېلو او کچالانو وارداتو تعرفه له شاوخوا ۶۰ سلنې ۲۷ سلنې ته راټیټه شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د دواړو هېوادونو د لوړپوړو پلاوو ترمنځ د وروستیو هوکړو مطابق تر ترجیحي تعرفې لاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څلور – څلور قلمه کرنیزو محصولاتو صادرات سر له نن څخه پیلېږي.

سرچینې لیکلي چې یاد مهم ګام به د سوداګرۍ حجم ډېرېدو، اقتصادي همکارۍ پیاوړي کېدو او د دواړو هېوادونو د کروندګرو لپاره د بازارموندنې لامل شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت له ټولو صادروونکو غوښتي چې له یاد فرصته په ښه توګه ګټه واخلي او خپل صادرات منظم کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د سوداګرۍ پراختیا او د هېواد د اقتصادي ودې لپاره هڅې روانې دي.

یاده هوکړه‌لیک د یوه کال لپاره شوی او په راتلونکي کې د تمدید وړ دی او نور محصولات ور اضافه کېدای شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.