نیلي (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): امنیتي مسوولین وايي چې بامیان او دایکنډي ولایتونو کې په دوو جلا پېښو کې درې کسان مړه او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازدیګر د دغه ولایت د مرکز اړوند د بامیان – کابل لویې لارې په اوږدو کې یو موټرسایکل له یوه موټر سره ټکر کړی دی.
هغه زیاته کړه چې یاده پېښه کې پر موټرسایکل سپاره دوه کسان مړه شوي دي.
ورته مهال، د دایکنډي د امنیې قوماندانۍ ویاند غلامعلي جاوېد وايي چې پرون مازدیګر شاوخوا ۶ بجې هغه مهال چې د شهرستان ولسوالۍ له «چهار اسپان» کلي یو فلانکوچ موټر د دایکنډي ولایت مرکز ته پر لاره و، د لارې په اوږدو کې له سړک وتلی او چپه شوی دی.
هغه زیاته کړه چې یاده پېښه کې یو ځوان مړ شوی او د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۴ نور کسان ټپیان شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP