کابل (پژواک، ۱۰ زمری ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوو تازه اجرايي فرمانونو په لاسلیکولو له لسګونو هېوادونو پر وارداتو له ۱۰ تر ۴۱ سلنه لوړې تعرفې وضعه کړې دي.
الجزیرې راپور ورکړی چې د یاد اقدام موخه هغه څه ته چې ټرمپ «د دوه اړخیزو سوداګريزو اړیکو کې د متقابل عمل نشتون» بللی، رسېدنه یاده شوې ده.
سپینې ماڼۍ د پنجشنې په ماښام د «متقابلو تعرفو په بیو کې د لا ډېرو تعدیلاتو» تر عنوان لاندې ويلي چې په یاده پرېکړه کې د امریکا ۶۹ سوداګريز شريکان شامل دي.
د یادې پرېکړې له مخې، د واشنګټن ځیني لوی شريکان لکه اسټراليا او برېتانیا به د صادراتو په ۱۰ سلنه تعرفه کې راشي خو د ځینو هېوادونو لکه د هند پر صادراتو ۲۵ سلنه او د ټایوان پر صادراتو ۲۰ سلنه لوړې تعرفې وضعه شوې دي.
ټرمپ په يوه بیانیه کې ویلي: «ما تشخیص کړه چې په ۱۴۲۵۷ اجرایي فرمان کې ملي بېړني اعلان شوي وضعیت ته د رسېدو لپاره د ځینو سوداګریزو شریکانو پر توکو اضافي تعرفې وضعه کول ضروري او مناسب دي.»
ورته مهال، ټرمپ یو جلا اجرايي فرمان هم لاسلیک کړی چې له کاناډا پر ځینو وارداتي توکو تعرفه له ۲۵ سلنې څخه ۳۵ سلنې ته لوړوي.
سپینې ماڼۍ د یادې پرېکړې په توضیح کې د کاناډا حکومت تورن کړی چې د شمالي پولې له لارې متحده ايالتونو ته د فنټانیل او نورو ناقانونه نشهيي توکو د قاچاق مخنیوي برخه کې يې لازمه همکاري نه ده کړې.
دغهراز، سپینې ماڼۍ ټینګار کړی، هغه توکي چې د متحده ايالتونو – مکسیکو – کاناډا د هوکړې له مخې د سوداګریزو ترجیحاتو شرایط پوره کړي، له یادو تعرفو به مستثنا وي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP