Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان کې د لس میلیارد ډالرو په پانګونې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌لیک لاسلیک‌ شو

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي ګروپ د «انرژۍ پانګونې شرکت» ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د دغه هوکړه‌لیک مراسم نن (شنبه) د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په شتون کې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ترسره شول چې پر ترڅ کې یې د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي ګروپ د انرژۍ شرکت ترمنځ د لس میلیارد ډالرو په پانګونې سره د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید، لېږد او ویش هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور په دغو مراسمو کې وویل دغه پانګونه د لس میلیارد ډالرو په ارزښت د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره ده.

هغه نننۍ ورځ د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله او څرګنده یې کړه چې دغه هوکړه‌لیک د افغانستان لپاره یوه ستره لاسته‌راوړنه ده.

هغه زیاته کړه چې په اوسني عصر کې برېښنا د هر وګړي او صنعت لپاره بنسټیره اړتیا ده او تېرو څلورو کلونو کې په دې برخه کې ډېرې هڅې شوې دي.

منصور وویل چې افغانستان د بادي، لمریزې اوګازي برېښنا د تولید لپاره ښې سرچینې لري خو دغه سرچینې کار او پانګونې ته اړتیا لري او د اوبو او برېښنا وزارت له پانګوالو سره هر ډول مرستې دی چمتو دی.

هغه زیاته کړه د برېښنا ذخیره کول سب‌سټېشن ته هم اړتیا لري او د هغه د زېرمه کولو او تر خلکو د رسولو لپاره باید سب‌سټېشنونونه جوړ شي.

نوموړي وویل چې د دواړو لورو تخنیکي ټیمونه خپل پرګرامونه له یو بل سره شریکوي او د دغو پروژو امنیت به اسلامي امارت تامینوي.

ورته مهال، د عزیزي ګروپ عمومي رییس میرویس عزیزي وویل چې نن د یاد هوکړه‌لیک په لاسلیک کېدو سره د هېواد اقتصادي دروازه پرانیستل کیږي او دا د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده.

نوموړي زیاته کړه چې افغانستان ښې سرچینې لري، خو سمه ګټه نه ده ترې اخیستل شوې؛ ځکه په تېرو دېرشو کلونو کې هېواد کې جګړه وه.

هغه څرګنده کړه چې برېښنا هېوادونه په پښو دروي او افغانستان لږ تر لږه لس زره مېګاواټ برېښنا ته اړتیا لري.

عزیزي څرګنده کړه چې څلور زره میګاواته برېښنا افغانستان په ۲۴ ساعته توګه روښانوي او د صنعت لپاره شپږ زره میګاواټ نورې برېښنا ته هم اړتیا ده.

هغه وویل چې د هوکړه‌لیک له لاسلیک کېدو وروسته د یادو پروژو پر سروې او ډیزاین کار پيلیږي او زرګونه هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې د یادو پروژو په پلې کېدو به د هېواد بېلابېل سکټورونه وده وکړي او د بېلابېلو فابریکو په جوړېدو به د حکومت عواید هم ډېر شي.

هغه وویل چې د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته به د اوبو او انرژۍ وزارت او د عزیزي شرکت تخنیکي ټیمونه له بېلابېلو سیمو لیدنه وکړي څو د پروژو د سروې او ډیزاین لړۍ پیل کړي.

هغه څرګنده کړه چې د پروژو ډیزاین به په راتلونکو شپږو میاشتو کې چمتو شي او  وروسته به ۱۰۰ تر ۱۵۰ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.

هغه زیاته کړه چې د افغان کارګرو لپاره یو تربیوي مرکز هم جوړوي څو د یادو پروژو لومړني کارونه زده کړي.

هغه د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه: «زه کوم سیاسي کس نه یم چې په وزارت پسې وګرځم یا صدارت او ریاست جمهورۍ پسې، زه داسې کس نه یم او هر څه چې کوم په اخلاص یې ترسره کوم او د دغه ملت لپاره یې کوم.»

 د ویلو ده چې یاده ناسته کې، د پروژو د بشپړېدو کره وخت په ګوته نشو او دغه‌راز د عوایدو د کچې او څرنګوالي په اړه چې حکومت به یې ترلاسه کړي، هم معلومات نه دي ورکړل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.