کندهار (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۱۴۰۴): کندهار کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په غورک او نېښ ولسوالیو کې څه باندې ۲۰۰ کورنیو د سختې وچکالۍ له امله خپلې مېنې پرېیښې او نورو سیمو ته کډه شوې دي، بلخوا دغه بېځایه شوې کورنۍ غوښته کوي چې حکومت دې بېړنۍ مرستې ورسره وکړي.
د کندهار د نېښ ولسوالۍ د غوځنګ کلي اوسېدونکي نصرالله چې له خپلې کورنۍ سره د دغه ولایت شاوليکوټ ولسوالۍ ته کډه شوی، پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه په خپلو سترګو خپل وچ شوي باغونه وینم، همدا باغونه زموږ ټول ژوند و، زموږ کلی وچ شوی، اوس مجبور شوو شاوليکوټ ته کډه وکړو.»
هغه وویل، مخکې د دوی په سیمه کې تر ۶۰ مترو اوبه وې، خو اوس دغه کچه تر ۱۲۰ مترو ټیټه شوې ده چې د دومره ژورو څاګانو د کیندلو او د اوبو را ایستلو لپاره د سولرونو اخیستو توان نه لري.
د دې ولسوالۍ بل اوسېدونکي میرمحمد هم د وچکالۍ له امله شاوليکوټ ولسوالۍ ته کډه کړې. هغه وايي: «موږ د ژورې برمې کیندلو توان نه لرو، یوه برمه مو ووهله، هغه وچه شوه، بله مو ووهله، اوبه یې ونه کړې، نور مو نه شوای کولای چې خپله سیمه کې کرنه او ژوند وکړو.»
د کندهار د غورک ولسوالۍ د پیرقدم سیمې اوسېدونکی عبدالرووف هم د هغو کسانو له ډلې دی چې سختې وچکالۍ د خپلې سیمې پرېښودو ته اړ کړی دی.
هغه وايي: « اوبه نه وې، زموږ د انځرو او نورو ونو باغونه وچ شول، د څښاک اوبو راوړلو لپاره به مو درې ساعته پلی مزل کاوه، نور هلته د ژوند لپاره څه نه وو.»
هغه زیاته کړه، هلته ډېری پاتې خلک اوس هم د اوبو د کمښت له ستونزې سره مخ دي او غواړي نورو سیمو ته کډه وکړي، خو د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای خپلې مېنې پریږدي.
یاد کسان له حکومته د اوبو د سم مدیریت، بندونو جوړولو او له بېځایه شوو کورنیو سره د بیړنیو مرستو ترسره کولو غوښتنه کوي.
د کندهار پوهنتون استاد او د چاپېریال ساتنې برخې کارپوه محمدحامد په دې اړه وویل، د کندهار اقتصاد پر کرنه لاړ دی او که اوبه سمې مدیریت نه شي، اقتصادي بحران به رامنځته شي.
هغه وویل، که وضعیت همدا ډول دوام وکړي او د اوبو مدیریت لپاره جدي اقدامات ونه شي، نه یوازې غورک او نېښ ولسوالۍ بلکې ټول کندهار ولایت به له وچکالۍ سره مخ شي.
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمدحنیف حقمل وایي، دغه ریاست له نورو بنسټونو سره په ګډه هڅه کوي څو په ولسوالیو کې د اوبو د مهارولو او وچکالۍ د مخنیوي لپاره بندونه جوړ کړي.
هغه زیاته کړه: «د نېښ ولسوالۍ د میانکو، وچې کندې، لندې کندې، خولګۍ، کوچني کاریز، چهارګومبت او غوځنګ سیمو نږدې ۴۰ سلنه اوسېدونکي له سختې وچکالۍ سره مخ دي، هلته ځیني باغونه هم وچ شوي او ډیری کورنۍ د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوې دي.»
هغه وویل، کره شمېرې نشته خو له نېښ او غورک ولسوالیو څه باندې ۲۰۰ کورنۍ د وچکالۍ له امله نورو سیمو ته کوچېدلې دي.
اقلیمي بدلون او پر افغانستان یې اغېزې
د ځمکې اقلیمي وضعیت په چټکۍ د بدلېدو په حال کې دی؛ د ځمکې تودوخه په ځینو سیمو کې د وچکالۍ، خو په ځینو کې بیا د سختو توپانونو، بارانونو او سېلابونو لامل کېږي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې خورا لږ (۰.۱۹ سلنه) شینکوریز ګازونه خپروي، خو د راپورونو له مخې، د اقلیمي بدلون له کړکېچ سره د مخ هېوادونو په کتار کې څلورم ځای لري. دغه وضعیت د هېواد کرنیز سکټور سخت اغېزمن کړی؛ هغه سکټور چې لا هم نږدې ۸۰ سلنه افغانانو ته د ژوند کولو بنسټیزه سرچینه بلل کېږي. له اقلیمي بدلونونو سره تړلي بېوخته بارانونه او سېلابونه هم د حاصلاتو د له منځه تلو او کمښت لامل کېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP