Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اېم‌سي‌سي شرکت: ډېر ژر به د عینکو مسو کان د استخراج عملي چارې پیل کړو

پل‌علم (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د عینکو مسو کان د استخراج د قراردادي چیني شرکت (اېم‌سي‌سي) مسوولین وايي چې «د دغه کان پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې» او ډير ژر به یې د استخراج عملي چارې پیل کړي.

د عینکو مسو کان کې په دې اړه جوړه شوې یوه غونډه کې د لوګر ولایت سیمه‌ییزو چارواکو په ګډون د چین سفارت استازو، اېم‌سي‌سي کمپنۍ مسوولنیو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د عینکو مسو کان د قراردادي شرکت اېم‌سي‌سي شرکت رئیس  وانګ جي چینګ وویل، د دغه کان پر وړاندې ټولې ستونزې هوارې شوې دي او ډير ژر به د یاد کان عملي استخراج پیل کړي.

هغه همدارنګه وویل، د یادې پروژې له پيل سره سم به ۱۵ زره کسانو ته په مستقیم او غیرمستقیم ډول د کار زمینه هم برابره شي.

د اېم‌سي‌سي شرکت رییس د اسلامي مارت له مسوولینو مننه وکړه چې د یادې ملي پروژې پر وړاندې یې د شته ستونزو په حل کې هر اړخیزه همکاري کړې ده.

بلخوا، جوړې شوې غونډې ته د لوګر ولایت مرستیال والي مولوي محمدانور دین‌پرور وویل، افغانان له اوږدې مودې راهیسې د عینکو مسو کان د عملي استخراج لپاره شېبې شماري او د اېم‌سي‌سي کمپنۍ له مسؤولینو یې وغوښتل چې د شوي قرارداد له مخې به د عینکو مسو کان استخراج پيلوي.

نوموړي همدارنګه ډاډ ورکړ چې د لوګر ولایتي اداره له اېم‌سي‌سي شرکت سره هراړخیزه همکاري کوي.

د مس عینک قرارداد د ۲۰۰۸ کال د اپرېل په ۲۵مه له یوه چیني شرکت اېم‌سي‌سي سره د کانونو وزارت له خوا لاسلیک شو خو تراوسه یې د استخراج عملي چارې نه دي پيل شوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.