کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان لمریز کال په دوو میاشتو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د څه باندې پنځه زره بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې یادې ادارې د ۱۴۰۴ کال په غبرګولي او چنګاښ میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د ۵ زره او ۱۹۶ بهرنيو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.
خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښیي چې په یاده موده کې د ۱۴۱ ښځینهوو په ګډون ۲ زره او ۹۰۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۶۷ ښځینهوو په ګډون، ۲ زره او ۲۹۵ نور له هېواده وتلي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۲ زره او ۸۵۵ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۶ نور کسان د هوا له لارې هېواد ته راغلي چې له دې ډلې ۴۶۷ کسان د هېواد د لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې او پاتې نور یې د کار او تحصیل په موخه راغلي دي.
یادې ادارې زیاته کړې، تر ټولو ډېر (۱۸۴۹) بهرني وګړي د نیمروز له بندر او ورپسې ۴۷۰ کسان د هرات له بندرونو او هوايي ډګر او پاتې نور د تورخم، حیرتان، د فاریاب آقینې او بدخشان د اشکاشم بندرونو له لارې هېواد ته راغلي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP