Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پژواک تېره اونۍ په افغانستان کې د جنایي او امنیتي پېښو له امله د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ترلاسه کړی

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): تېره اونۍ، یو‌اېن‌اېچ‌سي‌ار او د بښنې نړۍوال سازمان له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو پر راایستلو نيوکې کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ صادرات تر ترجیحي تعرفو لاندې پیل شول، سیګار افغانستان کې د مېرمنو وضعیت په اړه ځينې ادعاوې کړې، ا.ا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو له دې مخکې یې دغه ډول ادعاوې رد کړې دي.

د تېرې اونۍ مهم خبرونه:

  • م.م: د افغان کډوالو د ستونزو هواري لپاره به په کابل کې درې اړخیزه غونډه وشي.
  • د بښنې نړۍوال سازمان له ایراني چارواکو غوښتي چې افغان کډوال په زور و نه باسي.
  • متقي: له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ اندېښمنوونکې ده.
  • د کډوالو وزارت: په تېرو درېیو میاشتو کې یوازې له ایرانه ۱،۸ میلیونه افغانان راایستل شوي.
  • افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت په تړاو د سیګار ادعا؛ ا.ا له دې مخکې دغه ډول ادعاوې رد کړې.
  • د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څلورو کرنیزو توکو صادرات تر ترجیحي تعرفو لاندې تېره ورځ پیل شول.
  • د ملي او نړۍوالو مؤسسو له استازو سره د «افغانستان کانسا» د بیا فعالیدو په تړاو د همغږۍ غونډه وشوه.
  • متقي: له افغانانو سره د بشري مرستو تر څنګ دې پراختیايي برخې ته هم پام وشي.

مرګ‌ژوبله:

تېره اونۍ په ننګرهار، فاریاب، پروان، کندهار، غزني، دایکنډي او بامیان ولایتونو کې د ترافيکي پېښو او اوبو کې د ډوبېدو له امله  ۱۷ کسان مړه شوي او د یو بهرني سيلاني په ګډون ۵۶ نور ټپيان وو، خو پژواک له دې پرته د نورو پېښو او په‌کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه راپور نه دی ترلاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه اونۍ ننګرهار کې د ځمکې د ملکیت پر سر د دوو کورنیو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې شپږ کسان وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان وو. دغه‌راز په لغمان کې هم د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یوه ښځه وژل شوې وه او درې نور ټپیان شوي وو.

ځايي مسوولینو ویلي وو چې وړمه اونۍ په بدخشان کې د زرمینځلو د دوو کارځایونو د مالکینو او کارګرو ترمنځ فزیکي نښته کې یوه کس ژوند له لاسه ورکړی، ناپېژاندو وسله‌والو په کندهار کې یو کس وژلی او میدان‌وردګو کې د یوه پخواني ماین چاودنه کې یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل ټپي شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې د جنایي پېښو ترڅنګ په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

افغان کډوال

ایران له څه مودې راهیسې له دغه هېواده د افغان کډوالو ایستلو ته زور ورکړی دی. راپورونه ښیي، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱،۸ میلیونه افغان کډوال له ایرانه، نږدې ۱۸۵ زره له پاکستانه او ۵۱۳۴ کسان له ترکیې څخه په جبري توګه راايستل شوي دي.

د افغانانو د راایستلو دغه لړۍ روانه ده او ایران د افغانانو د ایستلو لپاره ضرب‌الاجل د روان کال د وږي تر ۱۵مې غځولی دی.

چارواکي وايي، د تېرې اونۍ د شبنې، یک‌شنبې، سه‌شنبې، چهارشنبې او پنج‌شنبې په ورځو کې له پاکستان او ایرانه څه بادې ۵۵۰۰۰ افغان کډوال راستانه شوي چې ډېر یې له ایرانه دي.

تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مشر عرفات جمال ویلي، ایران د افغان کډوالو اړوند د درې اړخیزې تخنیکي ناستې لپاره چمتووالی ښودلی او ټاکل شوې دغه ناسته ډېر ژر د اسلامي امارت، ایران او یواېن‌‌اېچ‌سي‌ار د استازو ترمنځ په کابل کې ترسره شي.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په يوه راپور کې ویلي چې په بې‌ساره توګه دغه راستنېدنې د افغانستان په پولو کې پر سرچينو او لومړنیو خدمتونو سخت فشار وارد کړی او د مالي سرچینو سخت کمښت د مرسته‌کوونکو بنسټونو توانايي له خنډ سره مخ کړې ده.

تېره اونۍ، د بخښنې نړۍوال سازمان د «بېړنی اقدام» په نوم ایراني چارواکو ته یو لیک استولی او د یاد هېواد له چارواکو یې غوښتي چې هلته د شته افغانانو د ایستلو پروسه دې ژر ودروي.

د راپورونو له مخې، د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ رییس مولوي محمودالحق احدي او د برېټانیا د بشري مرستو رییس الیستر برنیت له ایران او پاکستانه د جبري راستنېدونکو د ځان‌بسیاینې او د هغوی د ستونزو د حل په موخه خبرې کړې دي.

دغه‌راز، تېره اونۍ د افغانستان د بهرنيو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سیدعباس عراقچي سره په ټیلېفونې خبرو کې له دغه هېواده د افغان کډوالو د رااېستلو لړۍ د اندېښنې وړ بللې او ټینګار یې کړې چې دغه بهیر دې تدریجي او په عزت سره ترسره شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم ژمنه کړې چې هڅه به وکړي څو له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په تدریجي او عزتمندانه توګه ترسره شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، په تېرو درېیو میاشتو کې شاوخوا ۱،۸ میلیونه افغان کډوال له ایرانه، نږدې ۱۸۵ زره له پاکستانه او ۵۱۳۴ کسان له ترکیې په جبري توګه راايستل شوي دي.

دغه‌راز، تېره اونۍ، د یاد وزارت چارواکو ویلي چې نږدې ۳۰۰ افغان کډوال چې د پاکستان او عراق په زندانونو کې بندیان وو، ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي محمدنبي له ایرانه هېواد ته له راستانه شوو افغان کډوالو سره د خپل خیریه بنسټ له لارې یو میلیون افغانۍ نغدي مرسته کړې ده.

د مېرمنو د وضعیت په اړه د سیګار راپور

تېره اونۍ، د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا ځانګړې پلټونکې ادارې (سیګار) ادعا کړې چې سرپرست حکومت په نږدې څلورو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

یادې ادارې په خپل ۶۸م درې میاشتني راپور کې چې کانګرېس ته وړاندې شوی، ادعا کړې چې د محدودیتونو له امله، ښځې او نجونې له عامه ژونده محرومې شوې دي.

راپور کې راغلي چې د بشري حقونو وضعیت له اقتصادي او بشري ناورینونو سره تړاو لري او د نړۍوالو مرستو په کمېدو سره ښځې په «غیر متوازنه توګه زیان ویني.»

اسلامي امارت د سیګار د راپور په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي خو تر دې وړاندې یې ویلي چې افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه د اسلامي شریعت پر بنسټ خوندي دي.

افغانستان کې د پراختیايي پروژو پلي کولو ته د نړۍوالو رابلل

تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي، په افغانستان کې د خوړولو نړۍوال پروګرام له مشر جان آیلیف سره په لېدنه کې ویلي، د بشري عاجلو مرستو تر څنګ دې پراختيايي برخې ته هم توجه زياته شي، اوس په افغانستان کې ډېرې ناخوالې له منځه تللي او د پراختيايي پروژو د پلي کولو ښه فرصت راغلی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام مشر ویلي، ياد سازمان به هڅه وکړي څو د پراختيايي او بشري مرستو د راجلبولو په اړه له ډونرانو سره خبرې وکړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترجیحي تعرفو له لارې د صادراتو پيل

تېره ورځ د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي و د افغانستان او پاکستان ترمنځ د څلور ډوله کرنیزو محصولاتو صادرات د دواړو هېوادونو د پلاوو ترمنځ د وروستیو هوکړو پر اساس تر ترجیحي تعرفو لاندې پيل شوې.

سرچینې ویلي چې یاد مهم ګام به د سوداګرۍ حجم ډېرېدو، اقتصادي همکارۍ پیاوړي کېدو او د دواړو هېوادونو د کروندګرو لپاره د بازارموندنې لامل شي.

پاکستان کې د افغانستان سفارت وړمه اونۍ ویلي وو چې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ وزارتونو ترمنځ ترجیحي هوکړه‌لیک لاسلیک شو او له مخې به یې له افغانستانه پاکستان ته د انګورړ، انار، مڼو او رومي بانجانو د صادراتو او له پاکستانه افغانستان ته د ام، کېنو، کېلو او کچالانو وارداتو تعرفه له شاوخوا ۶۰ سلنې ۲۷ سلنې ته راټیټه شي.

د «افغانستان کانسا» د بیا فعالیدو په تړاو د همغږۍ غونډه

تېره اونۍ، د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، د ملي او نړۍوالو مؤسسو له استازو سره د «افغانستان کانسا» د بیا فعالیدو په تړاو د همغږۍ غونډه وکړه او دغه‌راز یې د یوناما او کانسا له مسوولینو غوښتي چې په کاپ ۳۰ غونډه کې د افغان پلاوي د ګډون لپاره هلې ځلې وکړي.

کانسا د چاپېریالي مسایلو خصوصاً له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او سازښت په برخه کې په نړۍواله کچه له شپږو پلټ‌فارمونه یو فارمټ دی چې سویلي اسیا په برخه کې فعالیت کوي.

د (CANSA) په نوم دغه پلټ‌فارم کې اته هېوادونه افغانستان، هندوستان، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا، بوتان، نیپال او مالدیف غړیتوب لري، افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د کانسا غړیتوب ترلاسه کړ چې له سیاسي بدلون وروسته یې فعالیت درول شوی و او اوس یې بیا د (افغانستان کانسا) تر عنوان لاندې د انجنیر عزت‌الله صدیقي په مشرۍ فعالیت پیل کړ.

دغه‌راز، تېره اونۍ د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي مرستیال اندریکا راتواته له نړۍوالې ټولنې غوښتي د نوې کېدونکې انرژۍ د راوستو په برخه کې دې له افغانستان سره مرسته وکړي څو په دغه هېواد کې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مرسته وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.