کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اوو ورځو په پرتله د بورې او تور چای بیې ټیټې خو د غوړیو، پټرولو او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د خوراکي توکو د سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په کابل ښار کې د ۱۶ لېټره مالیزیایي غوړیو بیه په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیې لوړېدو له امله له ۱۵۵۰ څخه ۱۶۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
نوموړی وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرام هندي بورې بیه له ۲۵۰۰ څخه ۲۴۵۰ افغانیو ته او د یوه کیلو تور افریقايي چای بیه له ۴۰۰ نه ۳۸۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.
د سرچینې په وینا، د هندي بورې د وارداتو ډېرېدو او د افغانیو پر وړاندې د امریکايي ډالرو د ارزښت ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د بورې بیه ټیټه شوې ده.
خو هغه وویل چې نن هم لکه د تېرو اوو ورځو په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۴۵۰ افغانۍ، د ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ درجه سېله وریجو بیه ۲۶۰۰ افغانۍ او د یوه کیلو شین اندونیزیایي چای بیه ۳۵۰ افغانۍ ده.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو پرچون پلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۶۵۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
نفتي توکي
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي وویل، نن په کابل کې تېرو اوو ورځو په نسبت یو لېتر پټرولو بیه له ۶۴ څخه ۶۷ افغانیو ته لوړه شوې ده.
خو سرچینه وايي چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر یو لېتر ډیزل په ۶۵ افغانیو پلورل کېږي.
دغهراز، د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو کیلو اوبلن ګاز بیه له ۴۹ څخه ۵۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د یادو توکو پلورونکي وايي چې د سالنګ لارې تړل کېدو له امله د نفتي توکو واردات کم شوي او بیه یې لوړه شوې ده.
د سروزرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سره زر په ۵۹۵۰ افغانۍ او یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سره زر په ۴۷۰۰ افغانیو پلوري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر د پېر بیه ۶۸ اعشاریه ۸۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د زمري په ۴مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۸ اعشاریه ۷۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۵ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP