میدانښار (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): په میدانوردګو کې له ۸ ولایتونو د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د «میدان اتلانو» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د میدانوردګو د بدني روزنې او ورزش امر ذبیحالله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه سیالۍ لس ورځې مخکې د والیبال فدراسیون له لوري د دغه ولایت په کوربتوب د میدانوردګ، بامیان، غزني، لوګر، کاپیسا، لغمان، کنړ او کابل ولایتونو د غوره لوبډلو ترمنځ پیل شوې وې او پرون (جمعه) پای ته ورسېدې.
هغه زیاته کړه، د دغو سیالیو له جوړولو یې موخه د ولایتونو ترمنځ د دوستۍ، مینې او ورورولۍ فضا رامنځته کول او والیبال ته وده ورکول وو.
د یادو سیالیو پایلوبې ته د المپیک د ملي کمېټې او سپورت عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق هم ورغلی و. هغه ورزشکارانو ته ویلي چې اسلامي امارت د ټولو لوبو له لوبغاړو کلک ملاتړ کوي او هڅه کوي چې ورزشکارانو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادو سیالیو پایلوبه د «میدان اتلانو» او «ځواک میدان ښار» لوبډلو ترمنځ وشوه چې «میدان اتلانو» ۳ پر صفر بریا خپله کړه او د یادو سیالیو اتلولي یې وګټله.
د دغو سیالیو یوه ګډونوال علي منصور وویل، خوښ دی چې په دغه ولایت کې د اتو ولایتونو د ولیبال ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ وشوې.
هغه د بدني روزنې او ورزش له ادارې غوښتنه وکړه چې په میدانوردګو کې ورزشکارانو ته په بېلابېلو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې ده چې تېره میاشت هم د میدنوردګو ولایت په کوربتوب د څلورو ولایتونو ــ میدان وردګ، غزني، بامیان او دایکنډي ـ ترمنځ د فوټبال سیالۍ شوې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP