Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

وثیق: روان کال افغان ورزشکارانو په نړۍوالو سیالیو کې له ۱۰۰ ډېر مډالونه ګټلي

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټې رییس د چین په کوربه‌توب له اسیایي سیالیو څخه د ووشو په برخه کې د افغان مډال ګټونکو په ستاینغونډه کې وویل چې روان کال افغان ورزشکارانو په بېلابېلو نړۍوالو سیالیو کې له ۱۰۰ ډېر مډالونه ګټلي دي.

د المپیک، بدني روزنې او د ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق په دغه غونډه کې وویل چې په هېواد کې ورزش له بل هر وخت ډېر پرمختګ کړی دي.

هغه زیاته کړه، دا د خوشحالی ځای دی چې افغان ورزشکارانو په اسیایي سیالیو کې مډالونه کټلي دي.

نوموړی وایي چې روان کال افغان ورزشکارانو له بېلابېلو نړۍوالو سیالیو څخه له ۱۰۰ ډېر مډالونه تر لاسه کړي دي .

همدارنګه په دې غونډه کې د ووشو فدراسیون رییس بلبل‌شاه خالد وویل، د تېرې جولای میاشتې له ۲۲مې تر ۳۱مې نېټې پورې د چین په شانګهای ښار کې د ټولو اسیایي هېوادونو په ګډون ۱۲م پړاو د ووشو اسیایي سیالۍ ترسره شوي.

هغه زیاته کړه، یادې سیالۍ په درېیو ګټګوریو (نوي ځوانان، ځوانانو او لویان) کې ترسره شوې چې له افغانستانه په کې پنځو ورزشکارانو برخه اخیستې وه.

نوموړي وویل چې په دغو سیالیو کې د نوي ځوانانو په کټګورۍ کې طاها د فورم په برخه کې په دوه جلا سبکونو کې یو د سرو زرو او یو د نقرې مډال تر لاسه کړی دی.

د ووشوو فدراسیون د رییس په خبره، په دغو سیالیو کې بل افغان لوبغاړي احمدنوید اکبري د مبارزې په برخه کې خپل ترکمنستاني سیال ته ماتې ورکړه او د برنزو مډال یې تر لاسه کړ.

د ووشو ملي لوبډلې لوبغاړی طاها چې په اسیایي سیالیو کې یې د سرو زرو او نقرې مډالونه ګټلي پژواک خبري اژانس ته وویل، خوشحاله دی چې په دغو سیالیو کې یې مډال ترلاسه کړ.

هغه زیاته کړه، یادو سیالیو ته یې پوره چمتووالی نیولی و او په دې وتوانید چې د سرو زرو او نقرې مډالونه وګټي.

د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، اوسمهال د ټول هېواد په کچه له دې کمېټې سره ۱،۳ میلیونه ورزشکاران راجستر دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.