Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

میدان‌وردګو کې د «شهرنو» ښارګوټي نږدې ۸۷۴ جریب ځمکه امارتي تثبیت شوه

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د عدلیې وزارت وایي چې د میدان‌وردګو ولایت په مرکز میدان‌ښار کې د «شهرنو» ښارګوټي نږدې ۸۷۴ جریب ځمکه د ځانګړې محکمې د پرېکړې له مخې امارتي تثبیت شوې ده.

د عدلیې وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې یاده ځمکه د میدان‌وردګو ولایت په مرکز کې په څلورو کادستري قطعو کې واقع ده او د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون له دې مخکې د هغې په اړه څېړنه کړې او دوسیه یې رسماً د مرکزي زون د غصب شوو امارتي ځمکو قضیو ته د رسېدنې څانګړې محکمې ته سپارلې وه.

په خبرپاڼه کې راغلي، یادې ځانګړې محکمې د سندونو، مدارکو، املاکي دفاترو په دقیقې بررسۍ او له اړوندو ادارو د متصرفینو د وړاندې شوو سندونو په هکله د معلوماتو په اخیستو سره پرېکړه وکړه چې تر دعوا لاندې ځمکې له ډلې ۸۷۳ جریبه، ۱۲ بسوې، ۸ بسواسې او ۱ متر مربع ځمکه امارتي ده.

سرچینې ویلي، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د امارتي ځمکو څېړنې لپاره د هېواد په څلورو زونونو کې څلور ځانګړې محکمې او په هر ولایت کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت یو یو تخنیکي پلاوي لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.