Language

سمنګان کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکېټبال سیالۍ ترسره شوې

ایبک (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د سمنګان ورزشي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د باسکېټبال سیالۍ د «نمبر ۲ لېسې» لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د سمنګان د بدني روزنې او ورزش امر حزب‌الله مبارز وویل چې یادې سیالۍ د باسکېټبال فدراسیون له لوري د دغه امریت په همکارۍ جوړې شوې وې.

د هغه په وینا، یادې سیالۍ چې د څلورو لوبډلو ترمنځ ترسره شوې، په پای‌لوبه کې نمبر دوه لېسې» او «شریفي» لوبډلې یو له بل سره مخ شوې چې لوبه د ۳۲ پر ۳۰ پایلې د نمبر دوه لېسې په ګټه پای ته ورسېدې.

نوموړي څرګنده کړه چې یادې سیالۍ د دغه ولایت باسکټبال لوبډلې ته د غوره لوبغاړو ټاکلړ او ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه جوړې شوې وې.

یادې لوبې په داسې حال کې ترسره شوې چې سمنګان کې د باسکېټبال ورزشکاران له کلونو راهیسې له ځینو ستونزو لکه د معیاري میدان، کافي امکاناتو او مسلکي روزونکو له نشتوالي سره مخ دي.