Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د فوټبال «الف» لیګ سیالۍ پیل شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال «الف» لیګ سیالۍ پیل شوې.

د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې لس لوبډلې په بېلابېلو ګروپونو کې لوبېږي او لوبې به دوه میاشتې دوام وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د «افتخار» او «جمعیت منګور» لوبډلو ترمنځ وشوه چې پایله یې ۲-۲ مساوي اعلان شوه.

د مجاهد په وینا چې دغه سیالۍ د کال غوره «الف» لیګ ټیم ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

ورته مهال، د سیالیو ګډونوال خوښ دي چې په ولایت کې د فوټبال دا ډول سیالۍ پیل شوې دي.

د سیالیو یوه ګډونوال طارق پژواک ته وویل چې دا ډول سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو تجربې ډېرې کړي او غوښتنه یې وکړه چې ورزشکارانو ته دې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.

د یادونې ده، تېره ورځ په غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شپې والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.