غزنيښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال «الف» لیګ سیالۍ پیل شوې.
د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یادې لس لوبډلې په بېلابېلو ګروپونو کې لوبېږي او لوبې به دوه میاشتې دوام وکړي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې سیالیو لومړۍ لوبه د «افتخار» او «جمعیت منګور» لوبډلو ترمنځ وشوه چې پایله یې ۲-۲ مساوي اعلان شوه.
د مجاهد په وینا چې دغه سیالۍ د کال غوره «الف» لیګ ټیم ټاکلو په موخه ترسره کېږي.
ورته مهال، د سیالیو ګډونوال خوښ دي چې په ولایت کې د فوټبال دا ډول سیالۍ پیل شوې دي.
د سیالیو یوه ګډونوال طارق پژواک ته وویل چې دا ډول سیالۍ کولای شي د ورزشکارانو تجربې ډېرې کړي او غوښتنه یې وکړه چې ورزشکارانو ته دې په بېلابېلو برخو کې لازمې اسانتیاوې برابرې شي.
د یادونې ده، تېره ورځ په غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د شپې والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP