Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

لوګر کې د پنځه زره کسانو د سترګو وړیا درملنه پيل شوه

پل‌علم (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز پل‌علم ‌ښار د نایب امین‌الله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون کې د سترګو ناروغانو درملنې لپاره موقتي کمپ پرانیستل شو.

د لوګر د عامې روغتیا رييس خافظ سیدالرحمن قادري پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه کمپ به د ناروغانو پر مخ دوه اونۍ پرانیستی وي او په دې موده کې به د پنځه زره کسانو د سترګو وړیا درملنه وکړي.

قادري دغه راز زیاته کړه، د عامې روغتیا وزارت د سترګو متخصصین به د ۲۰۰ کسانو د سترګو پردو عملیاتونه وکړي او څلور سوه کسانو ته به عینکې ووېشي.

د نوموړي په خبره چې په دغو پروګرام کې بېوزلو کسانو ته لومړیتوب ورکول کېږي.

بلخوا، د لوګر د نايب امین‌الله خان لوګري درې سوه بستریز روغتون کې د سترګو یوه ناروغ اکرم خان پژواک ته وویل، خوښ دی چې د عامې روغتیا وزارت له لوري یې د سترګو وړیا درملنه پيل شوه.

هغه زیاته کړه چې ده د خپلو سترګو درملنې ته پیسې نه درلودې او د عامې روغتیا پر وزارت یې غږ وکړ څو په ولایتي روغتون کې د سترګو درملنې ځانګړې څانګه پرانیزي.

د یادونې ده، د عامې روغتیا وزارت تېر کال هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې خلکو ته د سترګو وړیا درملنې زمینه برابره کړې وه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.