Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بامیان کې په یوه ترافیکي پېښه کې دوه کسان مړه شوي

بامیان (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د بامیان امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په مربوطاتو کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

د بامیان د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدخواني رسا پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د شهیدان او شیبرتو ترمنځ سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.

‏هغه زیاته کړه چې یاده پېښه پرون ماښام شاوخوا ۷:۳۰ بجې هغه مهال شوې چې یو رونیکس او یوه موټرسایکل له یو بل سره ټکر کړی دی.

هغه د یادې پېښې لامل روښانه نه‌کړ خو ویې ویل چې د سړکونو خرابوالی، د موټرچلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعاتول د ورته پېښو اصلي لاملونه دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم په بامیان کې د یوې ترافیکي پېښې له امله دوه ځوانان مړه شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.