Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امریکا: ځيني خطرناک مجرم کډوال به درېیمو هېوادونو ته واستوو

کابل (پژواک، ۱۲ زمری ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د امریکا متحده ایالتونه غواړي، په دغه هېواد کې مېشت ځيني خطرناک مجرم کډوال درېیمو هېوادونو ته واستوي.

رویټرز په یوه راپور کې لیکلي، د ډونالډ ټرمپ حکومت ویلي چې ځیني خطرناک مجرمین باید درېیم هېواد ته واستول شي؛ ځکه هغوی به خپل هېوادونه هم ونه مني.

خو سرچینې زیاته کړې، په دې وروستیو کې پنځه کسان له ورته برخلیک سره مخ شوي وو خو هغوی د څو اوونیو په ترڅ کې خپلو اصلي هېوادونو ته استول شوي دي.

په راپور کې راغلي، ولسمشر ټرمپ پلان لري چې په متحده ایالتونو کې ګڼ شمېر هغه کډوال وباسي چې په ناقانونه توګه هلته مېشت دي.

راپور کې زیاته شوې، د ټرمپ اداره هڅه کوي چې درېیم هېواد ته د کډوالو ایستلو لړۍ کړندۍ کړي او محکوم شوي مجرمین به د سوېلي سوډان او اسواتیني په څېر د افریقا د سوېلي صحرا هېوادونو ته واستوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.