Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریني کمپ لپاره د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ

‎کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د افغانستان کرکټ بورډ د اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه د تمریني کمپ لپاره د ملي لوبډلې ۲۲ کسیز نوملړ اعلان کړی دی.

‎کرکټ بورډ نن پر خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د ملي لوبډلې ابتدایي ۲۲ کسیز نوملړ اعلان شوی، څو د پاکستان او متحده عربي اماراتو پر وړاندې د راتلونکې درې اړخیزې لوبلړۍ او دغه راز د اسیا جام سیالیو لپاره د غوره چمتووالي په موخه په تمریناتي کمپ کې ګډون وکړي.

‎د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دې نوملړ کې راشد خان (لوبډلمشر)، رحمن‌الله ګربز، صدیق اتل، وفیع‌الله تره‌خېل، ابراهیم ځدراڼ، درویش رسولي، محمد اسحاق، محمد نبي، ننګیال خروټی، کریم جنت، حضرت‌الله ځاځی، ګلبدین نایب، مجیب‌الرحمن، الله‌محمد غضنفر، نور احمد، فضل‌الحق فاروقي، نوین‌الحق، فرید ملک، سلیم ساپی، عبدالله احمدزی او بشیر احمد شامل دي.

‎د یادونې وړ ده، چې افغان کرکټ ملي لوبډله به د متحده عربي اماراتو په کوربتوب د افغانستان، پاکستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ په درې اړخیزه لوبلړۍ کې ګډون وکړي، چې د اګست میاشتې په ۲۹مه نېټه به د شارجه کرکټ لوبغالي کې پیل شي او تر سپتمبر اوومې نېټې به دوام وکړي.

‎له دې سیالیو وروسته، افغان کرکټ ملي لوبډله به د اسیا جام په سیالیو کې هم ګډون وکړي، چې د روان میلادي کال د سپټمبر په نهمه نېټه د متحده عربي اماراتو په کوربتوب پیلېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.