زرنج (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴۰): نیمروز چې د اقلیمي بدلونونو له امله پهکې ورښتونه کم کېږي او ډېری ځمکې یې وچې او شګلنې دي، یو شمېر اوسېدونکي یې وايي، ۱۲۰ ورځنیو موسمي بادونو یې پر ژوند او چارو بد اغېز کړی دی.
یاد بادونه معمولاً د غویي میاشتې له وروستیو بیا د وږي میاشتې تر وروستیو پورې وي چې سرعت یې په منځنۍ کچه په ساعت کې له ۸۰ څخه تر ۱۲۰ کیلومترو پورې وي.
یوه روغتیايي کارپوه سپارښتنه وکړه چې په دې ورځو کې باید له ماسک څخه ډېره ګټه واخیستل شي، خوراکي توکي باید همېشه وپوښل شي او د څښاک اوبه باید و اېشول شي او دغهراز، چاپېریالي کارپوهان د مقاومو نیالګیو پر اېښودو او د اوبولګولو د څاڅکي سیسټم پر دودولو ټینګار کوي.
اوسېدونکي: ۱۲۰ ورځني توپانونه مو له جدي ستونزو سره مخ کوي
زرنج ښار کې یو کسبګر عمران نارويي پژواک خبري اژانس ته وویل: «د وچکالۍ له امله ټولې شنې ځمکې وچې شوې، ښېرازي او سمسورتیا ډېره کمه شوې، په همدې څو وروستیو کلونو کې د توپانونو پر مهال ډېر په عذاب کې یو، ټولې دوړې او خاورې زموږ کورونو ته راننوځي، ځان سره میکروبونه هم راوړي.»
هغه زیاته کړه: «توپانونه او د دوړو او خاورو بادېدل ټولې مېوې او ترکاري ککړوي، موږ ډېرو اوسېدونکو ته یې تنفسي ستونزې رامنځته کړې چې ډېر ورسره په تکلیف یو.»
بلخوا، د حفیظالله په نوم د یاد ښار بل اوسېدونکی چې دوکان لري وایي، هره ورځ باید لس ځلې توکي پاک کړي خو بیا هم پرې دوړې کېني، کله کله د توپان تېزوالي له امله په اونۍ کې لږ تر لږه درې ورځې بازار سوړ وي او خلک په سختۍ سودا پسې راځي.
هغه زیاته کړه: «نیمروز یو وخت سمسور او د اسیا د غلې پر ګودام مشهور و خو اوس د خاورو او توپان پر ښار بدل شوی، که شنې ساحې جوړې شي، خاورې کمېږي.»
نوموړی د زرنج په شمال کې د شنې ساحې جوړېدو او د وچکالۍ برخه کې د دولت د اقداماتو غوښتونکی دی.
ورته مهال، د پروین په نوم ۳۰ کلنه مېرمن چې د یوې ګولې ډوډۍ پیدا کولو لپاره د خلکو په کورونو کې صفاکاري کوي وايي: «اوس زرنج نه اوبه لري او نه شنه ساحه، هره ورځ کورونه جارو کوم خو بیا هم دا خاورې نه پاکېږي، د دوړو د ډېر تنفس له امله نفس تنګي راته پیدا شوې ده.»
هغه چې وايي له دېوالونو او فرشونو د خاورو پاکول ساعتونه وخت نیسي او وجود یې له ډېر کار کولو درد کوي، زیاته کړه: «ځینې ورځې د توپان شدت او د هوا ککړتیا دومره ډېر وي چې که…کړکۍ خلاصې وي، پر موږ شګې رااوري، که یې بندې کړو له ګرمۍ پخېږو.»
دغهراز، د نیمروز یو اوسېدونکی هاشم بصري وايي چې د نورو ستونزو ترڅنګ توپان د برېښنا پرې کېدو او مخابراتي شبکو کې د اختلال لامل هم ګرځي.
د یاد ښار بل اوسېدونکي ۵۰ کلن حاجي محمدیوسف وویل: «سږ کال توپانونه دومره شدید دي چې خلک ان یو بل په نږدې ساحه کې ښه نه ویني، موټرچلوونکي د موټر څراغونه د ورځې هم روښانوي. موږ هټۍوال د ورځې څو ځلې خپلې هټۍ پاکوو، همدې توپانونو زموږ کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې دي.»
هغه زیاتوي: «د نیمروز بادونه څه باندې یوه پېړۍ مخینه لري، دغه بادونه له پخوا وو خو هغه مهال چې سیمه ښېرازه وه او اوبه یې درلودې، په ښار کې شګې نه وي، د پرلهپسې وچکالیو په دوام نیمروز پر وچه او له خاورو په ډکه سیمه بدل شوی دی.»
دغهراز، په یاد ولایت کې د داخله ناروغیو یوه متخصص فرهاد همدرد وویل چې توپانونه د میکروبونو لېږدېدو، د ميکروبي او تنفسي ناروغیو خپرېدو او د حساسیت لامل کېدای شي.
د هغه په وینا، د ښار ټول اوسېدونکي، په ځانګړې توګه ماشومان پر ناروغیو د اخته کېدو له خطر سره مخ دي.
نوموړی وویل، په وروستیو کې یې ډېری ناروغان هغه ماشومان دي چې پر اسهال یا د کولمو پر ميکروب اخته دي او لامل یې د ککړې هوا تنفس او پر خاورو د ککړو خوراکي توکو خوړل دي.
هغه ټینګار کوي چې د توپان پر مهال د ماسک کارول مهم دي؛ ځکه توپان د خاورو او دوړو سربېره ميکروبونه په اسانۍ لېږدوي چې دغه ميکروبونه بیا په چټکۍ له اوبو او خوړو سره ګډېږي.
هغه میندو او پلرونو ته سپارښتنه کوي چې اوبه له څښلو مخکې جوش کړي، څو پر عفوني ناروغیو د ماشومانو له اخته کېدو مخنیوی وشي.
د ژوند چاپېریال برخې کارپوهان: باید د بادونو د ویجاړوونکو اغېزو مخنیوی وشي
نیمروز کې د ژوند چاپېریال برخې کارپوه محمدفیصل واحدي وايي، ۱۲۰ ورځني بادونه چې پخوا یوازې موسمي او محدود وو، اوس د اقلیمي بدلونونو او پرلهپسې وچکالیو له امله پر سختو او دوامدارو توپانونو اوښتي دي.
هغه زیاته کړه، د ځنګلونو له منځه تلل د دې لامل شوي چې دغه توپان پر کرنه، مالدارۍ او د خلکو پر ژوند سخت اغېز وکړي او اقتصادي او ټولنیز فشارونه ډېر کړي.
هغه د شته ځنګلونو د پرې کېدو مخنیوی، د هغو بیا احیا او د شنو ځایونو پراخول، د ولایت بېلابېلو سیمو ته د اوبو رسولو لپاره د کمالخان بند کانالونو تېرول او د نباتاتو روزلو برخه پیاوړی کول د دغو بادونو د ویجاړوونکو اغېزو کمولو پر وړاند حللارې یادې کړې.
په همدې حال کې، په دغه ولایت کې یو بل کارپوه انجنیر عنایتالله سروري وویل چې له یاد ۱۲۰ ورځني بادونو سره د مبارزې او د هغو د ویجاړوونکو اغېزو کمولو لپاره د ځمکې لاندې اوبو زېرمې باید په سمه توګه مدیریت شي، د وچکالۍ پر وړاندې مقاومت لرونکي ونې کېښودل شي او بزګرانو ته د څاڅکې اوبولګولو سیسټم په اړه روزنه ورکړل شي.
پر کرنه او د نباتاتو پر وده د ۱۲۰ ورځني بادونو منفي اغېزې
د نیمروز د کرنې ریاست د ترویج مدیر اسدالله وايي چې ۱۲۰ ورځني بادونه په نیمروز کې پر کرنه او د نباتاتو پر وده ډېر منفي اغېز کوي.
هغه زیاته کړه: «لکه څرنګه چې ۱۲۰ ورځني بادونه د کښت او حاصلاتو راټولولو له فصل سره سم پیلېږي، نو دغه بادونه د خاورې خرابېدو لامل ګرځي او ځمکه خپل معدني مواد له لاسه ورکوي؛ کله چې خاوره کمزورې شي، نباتات تغذیه او وده نهشي کولا او په پایله کې وچېږي.»
د دې ادارې د معلوماتو له مخې، د باد له امله د تخریب او وروستیو وچکالیو په پایله کې د دغه ولایت ډېرې ځمکې له کښته لوېدلې دي.
د نیمروز ولایت د ټولګټو ریاست هم له توپانونو سره د مبارزې خبره کوي.
د نیمروز د ټولګټو رییس جانمحمد بدري وايي چې ۱۲۰ ورځني توپانونه په دغه ولایت کې د شګو بادولو او غونډۍ جوړولو لامل شوي او سړکونو ته یې جدي زیان رسولی دی چې ډېری مهال د سړکونو تړل کېدو لامل هم کېږي.
هغه زیاته کړه چې د نیمروز د ټولګټو ریاست د ولایتونو ترمنځ د سړکونو، لویو او سیمهییزو لارو د ساتنې او څارنې مسوولیت پر غاړه لري او په زیانمنونکو سیمو کې د رېګونو له راټولېدو سره د مبارزې لپاره، له مهالوېش سره سم د ورځې په دوامداره ډول سړکونه پاکېږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP