Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یمن کې د یوې بېړۍ ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۶۸ کډوال مړه او ۷۴ نور نادرکه دي

کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د کډوالۍ نړۍوال سازمان وايي چې د یمن سواحلو ته څېرمه د یوې کښتۍ ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۸ افریقايي کډوالو ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴ نور نادرکه دي.

د الجزیرې د راپور له مخې، تېره ورځ په یمن کې د (ای‌اواېم) مشر عبدالصمد عصویف ویلي، یاده بېړۍ چې ۱۵۴ ایتوپیايي کسان په‌کې سپاره وو، د یمن د ابین ولایت په ساحل کې ډوبه شوې ده.

هغه زیاته کړې، یوازې ۱۲ کسان ژغورل شوي، ۷۴ ورک دي او پر خرابو شرایطو سربېره د ورکو کسانو د موندلو هڅې دوام لري.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.