کابل (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): یو شمېر پاکستاني ګرځندویان چې په موټرسایکلونو کابل ته راغلي او غواړي وروسته تاجکستان او اوزبېکستان ته ولاړ شي، وايي، دوی دغه سفر په دې موخه ترسره کوي څو ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته د امن او ورورولۍ پیغام یوسي.
د یادو کسانو له ډلې ابوبکر پژواک خبري اژانس ته وویل چې دوی خپل سفر د پاکستان له لاهور ښاره پیل کړ او د تورخم له لارې افغانستان ته راغلل او له دغه ځایه تاجکستان او بیا اوزبېکستان ته ځي.
هغه زیاته کړه، د دوی د سفر هدف ګاونډیو اسلامي هېوادونو ته د امن پیغام رسول دي.
د یادو ګرځندویانو له ډلې ولیداحمد خان وویل چې دوی درې ورځې مخکې د پاکستان له لاهور ښاره خپل سفر پیل کړ، کله چې د تورخم له لارې افغانستان ته راغلل، دلته یې د خلکو او مسوولینو له لوري ښه هر کلی وشو.
هغه زیاته کړه چې سبا له کابله د کندوز ولایت پر لور سفر پیلوي او له هغه ځایه به تاجکستان ته ولاړ شي.
نوموړی وایي چې د دوی سفر به شاوخوا ۲۵ ورځې دوام وکړي او په ټوله کې به ۵۰۰۰ کیلومتره لار ووهي.
د یادو سیلانیانو د ښه راغلاست غونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رییس مولوي احمدالله وثیق وویل چې له پاکستانه د ګرځندویانو ۱۶ کسیزه ډله په موټرسایکلونو کابل ته راغلې ده.
هغه زیاته کړه چې افغانستان اوس تر بل هر وخت امن هېواد دی، ښایسته منظرې لري او دلته له ګاونډیو او نورو هېوادونو ګڼ شمېر سیلانیان راځي.
نوموړي دغو سیالانیانو ته ډاډ ورکړ چې دوی ته به په افغانستان کې د سفر ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
هغه د نورو هېوادونو له ورزشکارانو او سیلانیانو هم غوښتنه وکړه چې افغانستان ته راشي او له دغه هېواده دې لیدنه وکړي او له طبیعته دې خوند واخلي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP