Language

غزني کې د والیبال درې ‌اړخیزې سیالۍ ترسره شوې

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د غزني د بدني روزنې او ورزش امریت مسوولین وایي چې د دغه ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې د کابل ملي لوبډلې په ګډون د درېیو لوبډلو ترمنځ د والیبال دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

د غزني د بدني روزنې او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، یادې سیالۍ د والیبال فدراسیون له خوا د دغه امریت په همغږۍ د یوې ورځې لپاره د ګیلان ولسوالۍ په مرکز کې ترسره شوې.

نوموړي زیاته کړه، په دې سیالیو د کابل والیبال ملي لوبډلې، د جاغوري «ستوري کلپ» او د ګیلان ولسوالۍ منتخبې لوبډلې برخه اخیستې وه.

هغه زیاته کړه چې د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې د کابل ملي لوبډلې د جاغوري لوبډلې ته ۳ پر یو ماتې ورکړه او په دويمه لوبه کې چې د جاغوري ستوري او د ګیلان منتخبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، جاغوري لوبډلې دوه پر صفر بریا خپله کړه.

بلال مجاهد زیاته کړه چې دغه دوستانه سیالۍ د والیبال ورزش د ترویج، د ځوانانو هڅونې، د یووالي او همغږۍ پیاوړتیا، د ټولنیزو زیانونو مخنیوي او سیمه‌ییزو استعدادونو ته د ودې زمینې برابرولو په موخه ترسره شوې.

ورته مهال، د دې سیالیو ګډونوال خوښ دي چې په دغه ولایت کې د والیبال دغه ډول سیالۍ جوړېېږي.

د جاغوري د والیبال یوه لوبغاړي سیدعلي پژواک ته وویل، خوښ دی چې د والیبال فدراسیون په همکارۍ د ګیلان ولسوالۍ په کوربه‌توب د درېیو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې.

نوموړي د بدني روزنې او ورزش له امریته وغوښتل چې ورته سیالۍ دې نورې هم جوړې کړي او لوبغاړو ته دې په اړوند برخه کې اسنانتیاوې رامنځته کړي.

Related Topics