جلالاباد (پژواک، ۱۳ زمری ۱۴۰۴): د ننګرهار امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د یوه روغتیايي مرکز د یوې نرسې د قتل په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وایي چې د جلالاباد ښار د اوومې امنیتي حوزې ځواکونو د یوه روغتیايي مرکز د نرسې د قتل په تړاو دوه کسان نیولي دي.
حماد زیاتوي: «وژل شوې مېرمن چې په یوه روغتیايي مرکز کې یې د نرسې دنده لرله، د کورني اختلاف له امله د خپل خاوند له خوا د قتل هدف ګرځېدلې وه؛ یادې مېرمنې له خپل خاونده د طلاق غوښتنه لرله، خو هغه نه منله، خاوند یې شاوخوا یو لک افغانۍ او ۳۰۰۰ ډالر یوه کس ته ورکړي څو نوموړې ووژني.»
هغه زیاتوي چې امنیتي ځواکونه له راپور سره سم سمدستي د پېښې ځای ته ورسېدل، د پېښې څېړلو لپاره یې پلټنې پیل کړې او دوه کسان یې ونیول چې اوس مهال تر څېړنو لاندې دي.
دغه نرسه تېره ورځ د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې وژل شوې وه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP