Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د څه کم شل میلیون افغانیو په ارزښت د غزني د رشیدانو ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړیږي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۴ زمري ۱۴۰۴): د غزني سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د څه کم شل میلیون افغانیو په ارزښت د دغه ولایت د رشیدانو ولسوالۍ لپاره نوې اداري ودانۍ جوړیږي.

د غزني د والي ویاند مولوي عزت‌الله سعیدي نن په دې اړه جوړه شوې ناسته کې وویل چې یاده ودانۍ د آزادې داوطلبۍ له لارې یوېداخلي ساختماني شرکت ته سپارل شوې، چې په درېیو پوړونو کې به جوړیږي او پرې ۱۹ میلیونه او ۸۰۰ زره افغانۍ لګښت راځي.

د نوموړي په وینا، دا ودانۍ به ۲۴ دفتري خونې، تشنابونه، د غونډو یو تالار، برېښنا، اوبه، او نورې ټولې اساسي اسانتیاوې ولري.

هغه زیاته کړه، د ودانۍ لګښت د کورنیو چارو وزارت د تعمیراتو عمومي ریاست له‌خوا ورکول کېږي، چارې به یې د ۹ میاشتو په موده کېبشپړې شي، او له جوړېدو سره به یې د یادې ولسوالۍ اداري ستونزې حل شي.

سعیدي وویل، د غزني ولایت ډېری ولسوالۍ لا هم اداري ودانۍ نه لري، چې له امله یې خلک او دولتي مامورین د دولتي کارونو د اجرا پرمهال له ستونزو سره مخ وي.

په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکي د یادې ودانۍ د جوړېدو له امله خوښي څرګندوي او وایي، چې تر دې وړاندې یې ولسوالۍ تهاداري ودانۍ نه لرله، او د اداري کارونو د ترسره کېدو پر مهال به له ستونزو سره مخ وو.

د یادونې وړ ده، چې درې ورځې وړاندې هم د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د نوې ودانۍ د جوړولوچارې پیل شوې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.