میمنه (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): فاریاب کې سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شیرینتګاب ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په ارزښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د فاریاب د پوهنې رییس مولوي حمیدالله ارشاد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ په «اله تیاق» سیمه کې د «دارت» موسسې په ۱۱ اعشاریه ۳۷ میلیون افغانیو مالي ملاتړ یوه لومړني ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
هغه زیاته کړه، دغه ښوونځی چې شپږ درسي، یوه اداري، یوه د لابراتوار او یوه د ساتونکي خونې، ۲۸۰ متره د انګړ دېوال، څاه او ۷ تشنابونه به ولري، په اساسي ډول جوړېږي.
هغه زیاته کړه چې د دغه ښوونځي د ودانۍ په بشپړېدو سره به څه باندې ۲۰۰ زدهکوونکو ته د زدهکړو خوندي چاپېریال برابر شي.
دغهراز، هغه وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د ۱۲ ښوونځيو ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل شوې او د ۱۲ نورو ښونځيو ته د ودانیو جوړولو چارې پیل شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي هم د دغه ودانۍ جوړېدو د چارو پر پیلېدو خوښ دي.
د سیمي یو قومي مشر حاجي عبدالرازق وویل چې د دغه ښوونځي جوړول د سیمې د خلکو یوه هیله وه چې نن یې کار پیل شو؛ ځکه چې اولادونو یې په ازاده فضا کې زدهکړې کولې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP