Language

کابل کې نهو کسانو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۱۴ زمری ۱۴۰۴): ستره محکمه وایي، د کابل ولایت له نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې لخوا ‍نهو مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سترې محکمې په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابل ولایت د نشه‌یي توکو او مسکراتو څخه د مخنیوي ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې ۹ کسانو ته د نشې ټابلېټونو (ذيکپ او کا)، شیشې او چرسو د خرڅلاو او قاچاق په جرمونو،  تعزیري سزا ورکړل شوه.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ابتدائیه محکمې یاد مجرمین له یو کال تر ۱۸ میاشتو پر تنفيذي بند او له ۱۰  تر ۲۰ دُرو  تعزیري سزا محکوم کړي وو.